افغانستان

طالبانو ته د عاصم منیر خبرداری: د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستان څخه مهم دی

اکسپریس تربیون راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ مشر چې ددغه هېواد د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د محصلینو په غونډه کې یې ګډون وکړ ویلي، کله چې د پاکستانیانو د امنیت خبره کېږي، هېچا ته به پام ونه شي.

په دې راپور کې همداراز راغلي چې هغه طالبانو ته خبرداری ورکړی: «پاکستان ته مه ګورئ؛ موږ چمتو یو هرڅه قرباني کړو.»

عاصم منیر په تونده بڼه ویلي، کله چې د هېواد د امنیت او هر پاکستاني وګړي د امنیت خبره کېږي، ټول افغانستان ته «لعنت» ویلای شو.

د پاکستان د پوځ دغه چارواکي ویلي: «پاکستان د ۵۰ کلونو لپاره د پنځه میلیونه افغانانو خواړه برابر کړي؛ خو کله چې زموږ د بچیانو وار راورسېږي، څوک چې پر دوی برید کوي، تعقیب به یې کړو.»

هغه افغانستان په بلوچستان کې بلواګرو په اوږمهاله ملاتړ تورنوي او زیاتوي: «لوېدیځ ګاونډي (افغانستان) هېڅکله له پاکستان سره دوستي نه ده ښودلې.»

د پاکستان د پوځ د مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پر افغانستان د واکمنو طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخته زیاتې ترینګلې شوې دي.