ښځې

د اسلامي علومو څېړونکي: له زده‌کړو د ښځو منع کول شرعي بنسټ نه لري

د اسلامي علومو ځينې څېړونکي وايي، چې اسلام د ښځو او نجونو د زده کړې او تحصیل پر ارزښت ټينګار کړی او له زده کړو د ښځو او نجونو منع کول کوم شرعي بنسټ نه لري.

که څه هم طالبانو په پرله پسې ډول د ښځو او نجونو له زده کړو منع کول په شریعت پورې تړلی دی؛ په همدې حال کې یو شمېر نجونې له طالبانو پوښتي، چې د شریعت په کومه برخه کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی دی؟

لکه څنګه چې د طالبانو ځینې چارواکي په خپلو رسنیزو ویناوو کې د نجونو او ښځو د زده کړې او تحصیل د حق په اړه بېلابېل دریځونه لري، خو تر اوسه یې هیڅ یو هم په ښکاره د دې بندیزونو پر وړاندې نه دی درېدلی.

دوه کاله او پنځه میاشتې کېږي چې طالبانو د شریعت په پلمې کولو سره، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو د تګ مخه نیولې ده. اوس مهال په افغانستان کې نجونې یوازې شپږم ټولګي ته د تللو اجازه لري.

په همدې حال کې د اسلامي علومو څېړونکي وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړې او تحصلیل بندیز له شریعت او اسلام سره هېڅ تړاو نه لري. د دوی په وینا اسلام د نارینه وو تر څنګ د ښځو او نجونو پر زده کړو هم ټینګار کوي.

د اسلامي علومو څېړونکی فضل الهادي وزین وايي: «په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړلي پاتې کېدل په اسلام پورې تړل چې اسلامي بنیاد لري او په اسلام پورې یې تړل سمه نه ده. دا کېدای شي یوه پرېکړه د یو شخص یا د یوې ډلې د خوښې پر بنسټ وي، دا سیاسي پرېکړه کېدای شي، خو دا د اسلام او اسلامي شریعت سره هیڅ تړاو نه لري. اسلام د علم دین دی. او د علم حاصلول د نر او ښځې لپاره یا فرض کفايي ده او یا فرض عین. دي په دواړو حالتونو کې یو شرعي حکم دی.»

طالب چارواکي هم د ښځو او نجونو د زده کړې په اړه بېلابېل نظرونه لري. په دوی کې یو شمېر لکه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد، او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په ګډون په خپلو ویناوو کې په دې اړه بل دریځ خپل کړی دی. خو هېڅ یو یې د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز پر ضد غږ نه دی پورته کړی او نه یې هم د دغه بندیز غندنه کړې ده.

خو د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده، د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست ندا محمد ندیم، د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله آغا، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي هغه طالب مسوولین دي چې دوی د ښوونځي له شپږم ټولګي څخه پورته د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز لپاره راضي دي.

په ورته مهال، په ۲۰۲۳ کال کې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او د کار د محدودیتونو پر بنسټ پر یو شمېر طالب چارواکو لکه د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله آغا، د طالبانو د سترې محکمې رئیس عبدالحکیم حقاني، د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم او د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي په ګډون بندیزونه ولګول. خو پر دې فشارونو سربېره طالبان پر ښځو او نجونو د سختو بندیزونو له لګولو څخه یو ګام هم نه دي شا ته شوي.

اوس یو شمېر نجونې چې د طالبانو د بندیزونو له امله له زده کړو بې برخې شوي دي، پوښتنه کوي چې ولې او د کومو اصولو پر بنسټ ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې دي؟

له زده‌کړو بې برخې شوې محصله وايي: «پوهنتون ته د تګ لپاره مې په ډېره ستونزه د کرایې موټر پیدا کوو، یا به مې یو جوړ جامې اخیستلې او یا به مې درسي مواد اخیستل ډېر ستونزمن وو، دا ټول زحمتونه په سیند لاهو شول، زه په کور کې یم، له دولت(طالبانو) هیله کوم، موږ ته اجازه راکړئ چې خپلې زده کړې وکړو، بشپړې یې کړو، زموږ ګناه څه ده، او.موږ څه ګناه لرو ولې موږ نه پرېږدي چې زده کړې وکړو.»

له دې ټولو سره په وروستیو دوو کلونو کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په ګډون یو شمېر دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لیرې کړي، خو طالبانو د کورنیو او نړیوالو غوښتنو په پام کې نیولو پرته خپلو سختو محدودیتونو ته دوام ورکړی دی.