افغانستان

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د طالبانو له‌خوا د خبریالانو د نیولو لړۍ د درولو غوښتنه وکړه

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې په کابل کې د یوې جاپاني رسنۍ «کیودو نیوز» خبریال احسان اکبري د نیولو په غبرګون کې له طالبانو غوښتي چې دا خبریال له بنده خوشي کړي او د دوی د کار په خاطر د خبریالانو نیول پای ته ورسوي.

دغې کمیټې د یوې بیانیې په خپرولو د طالبانو له خوا د رسنیو سیستماتیک ځپلو ته په اشارې سره، له دې ډلې غوښتي چې د خبریالانو له ځورولو او نیولو لاس واخلي.

د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمیټې په بیانیه کې راغلي طالبانو د جنورۍ په اوولسمه د جاپان د کیودو نیوز خبریال احسان اکبري د خپل رسنیو مرکز ته ورغوښتی او وروسته یې نیولی دی.

سرچینو د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو اکبري اړ کړی چې له کورنۍ سره یې اړیکه ونیسي او دوی ته ووایي چې ګرځنده ټلیفون یې هغو کسانو ته چې د کور په مخکې یې په تمه وو، وسپاري.

دغې کمیټې زیاته کړې چې د طالبانو د استخباراتو غړي په هماغه ورځ په کابل کې د کیوډو دفتر ته ولاړل او ددې دفتر امنیتي کمرې، د تصویر اخیستو کمرې، لپ‌ټاپ کمپیوټرونه، ګرځنده ټلیفوننه او ددې دفتر اسناد ترې اخیستي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اکبري نیول او د هغه د کاري وسایلو ضبطول تایید کړي دي. هغه د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ته په يوه پیغام کې ویلي چې دغه خبریاله له دې امله نیول شوی چې د دولتي ضد کړیو (طالبانو حکومت) سره په اړیکه کې و او دوی ته یې معلومات ورکړي دي.»

په آسیا کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې همغږي کوونکي به‌لیه‌يي ویلي: «طالب چارواکي باید ژر ترژره او له کوم شرط پرته د کیوډو نیوز خبریال احسان اکبري خوشی کړی او د دوی د کار له امله د افغان خبریالانو نیول ودروي.»

نوموړي ټینګار کړی چې طالبان  باید د آزادانه راپور ورکولو لپاره خبریالانو ته د اجازې ورکولو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

طالبانو د تېرې اوونۍ په پنجشنبې د «ګردش اطلاعات» خبري آژانس دوه خبریالان هم په کابل کې ونیول او بېرته یې خوشي کړل.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په وینا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغان رسنیو ځپل پراخ شوي دي.