افغانستان

ملګري ملتونه کابو یوه میاشت وروسته په قطر کې د افغانستان په اړه د ناستې کوربه‌توب کوي

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې، په قطر کې د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربه توب وکړي.

سرچینې وایي، چې د دغې ناستې د ترسره کېدو لپاره چمتووالی دوام لري او تمه کېږي چې، د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړیو استازو په شتون سره به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي د ټاکلو او د افغانستان د سیاسي چارو په اړه هم خبرې اترې وشي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په یوه خبرپاڼه کې، د خپلو استازو د ګډون غوښتنه په دې ناسته کې کړې ده.

ښځې هم غواړي چې په دې ناسته کې د دوی استازي شتون ولري.

تمه کېږي چې د یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د ملګرو ملتونو سازمان په قطر کې د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربه توب وکړي – هغه ناسته چې د افغانستان لپاره به د هېوادونو ځانګړي استازي پکې شتون ولري.

تراوسه د دې ناستې دقیق وخت څرګند نه دی، خو د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا په یوه خبرپاڼه کې، د خپلو استازو د ګډون غوښتنه په دې ناسته کې کړې ده.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د شورا غړی عبدالله قرلق وايي: «هیله من یو چې د مقاومت عالي شورا او همداراز د افغانستان په مسایلو کې نور ښکېل لوري هم په دې ناسته کط مهم رول ولوبوي او ګډون وکړي. باید بلنه وشي؛ ترڅو د افغانستان د راتلونکي او له اوسني وضعیته د وتلو په اړه اساسي او مهم ګام پورته شي.»

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو رامنځ ته کول او همدارنګه د طالبانو له خوا د غوښتل شوي حجاب د نه مراعاتولو له امله د هغوی د نیولو بهیر پراخول، هغه مسئلې دي چې افغان ښځې له ملګرو ملتونو څخه په دې ناسته کې غواړي چې په هر اړخیزه توګه ورته پاملرنه وشي.

د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان وايي: «هیله ده چې د ملګروملتونو ځانګړی استازی، د افغانستان اوسني واقعیتونه وارزوي. لازم اسناد او شواهد وړاندې کړي؛ ترڅو د افغانستان کړکېچ د حل؛ په تېره بیا بشري حقونو او اوسنیو مهمو مسایلو په اړه نور اقدامات په پام کې ونیول شي.»

د بشري حقونو فعاله هدیه صاحب زاده وايي: «موږ له دغه استازي غواړو چې ټول له پردې شا ته سیاستونه او هغه چې له نړۍ پټ دی وارزوي او له افغانستان سره خبرې اترې وکړي. د ښځو موضوع چې په زندان کې دي، د طالبانو له خوا په خپلسر نیول شوې او د افغانستان پر خلکو د طالبانو له خوا ټول محدودیتونه او له بشري حقونو محرومیتونه لګول شوي ټول په هراړخیزه توګه وڅېړي او ملګروملتونو ته یې ورسوي.»

په افغانستان کې د رسنیو پر کار محدودیتونه او د خبریالانو پرله پسې نیول هغه نورې مسئلې دي چې خبریالان یې د ملګرو ملتونو له خوا په جدي توګه د پاملرنې غوښتونکي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ارتباطاتو او عدالت غوښتنې کمیټې مسووله سمیه ولیزاده وایي: «موږ غوښتنه کوو چې دا کس (د ملګروملتونو ځانګړی استازی) د ننه په هېواد کې د بیان د آزادۍ او همداراز قوانینو، د ډله ییزو رسنیو قانون او معلوماتو ته د لاسرسي قانون د عملي کولو لپاره ښه دفاع کوونکی وي؛ ځکه په اوسنی وخت کې قوانین نه عملي کېږي او پر ځای یې محدودیتونه لګول شوي دي.»

تمه کېږي چې ملګري ملتونه به سږکال د فبرورۍ په میاشت کې د انتونیو ګوترش په کوربه توب په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړیو استازو دویمه ناسته ترسره کړي؛ په دې ناسته کې به د افغانستان اوسني وضعیت او د «فریدون سینیرلي اوغلو» وړاندیز وڅېړل شي او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه به هم رایه اچونه وشي.

تېر کال هم ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د ورته غونډې کوربه توب کړی وو.