افغانستان

تېرو څلورو ورځو کې د طالبانو له خوا د درېیو خبریالانو نیول کېدل

له خبریالانو د ملاتړ بنسټونه وايي، چې د طالبانو استخباراتو په تېرو څلورو ورځو کې په کابل کې درې خبریالان نیولي دي.

د «گردش اطلاعات» خبري اژانس د امتیاز خاوند او خبریال احمد جواد رسولي او د دې رسنۍ مسؤول مدیر عبدالحق حمیدي پنجشنبه د جنوري پر ۱۸نېټه کابل ښار کې نیول شوي دي.

د جاپان د «کیودي خبري اژانس» خبریال احسان الله اکبري هم په نیول شویو خبریالانو کې شامل دی.

د احسان اکبري ورور وايي چې ښاغلی اکبري د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.

امیر اکبري د احسان اکبري ورور وايي: «چهارشنبه ماښام یې زما ورور احسان الله اکبري ته چې د جاپان له کیودي اژانس سره یې کار کاوه، د دوی (د طالبانو) د اړیکو له مرکز څخه زنګ وواهه ترڅو ورشي. کله چې ورغی موبایل او لپ‌ټاپ یې ترې واخیستل. هېڅ کوم جرم یې نه درلود او یوازینی جرم یې خبریالي وه. له طالبانو غواړم چې ژرترژره یې خوشی کړي.»

له بلې خوا د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو د بهیر پر دوام نیوکه کوي او د دغو خبریالانو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتونکي دي.

د دغو خبریالانو د نیولو لامل نه دی په ډاګه شوی او روښانه نه ده چې د طالبانو د استخباراتو له خوا له نیولو وروسته په کوم ځای کې ساتل کېږي.

خبریالان د دغو بندیانو د بې قید او شرطه خلاصون غوښتونکي دي.

د رسنیو بازار رسنیز بنسټ مشر حامد پویا وايي: «په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د ګردش اطلاعات خبري اژانس د دوو خبريالانو نيول، له بده‌مرغه يو ځل بيا د خپلواکو او رښتینو خبريالانو پروړاندې د خطر زنګ دی. طالبانو په تېرو دوه میاشتو کې د خپلواکو خبریالانو پر وړاندې بریدونو او د دوی نیول زیات کړي دي.»

د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې دا د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو دریمه پېښه ده. تر دې مخکې طالبانو په خوست کې د نن راډیو څلور کارکوونکي نیولي وو او څو ساعته وروسته یې خوشي کړي وو.

له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو له خوا د څو خبریالانو د نیولو خبره په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د موندنو پر بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې په هېواد کې د خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت شوې دي. له دې جملې څخه ۶۱ یې د خبریالانو نیول وو.