افغانستان

کابل ته د ایراني پلاوي سفر؛ د داعش پروړاندې مبارزه او د بندیانو تبادله د بحث وړ موضوعګانې

د ایران د قضائیه قوې د نړيوالو چارو د مرستيال په مشرۍ د دغه هېواد پلاوي افغانستان ته سفر کړى دى.

ایراني رسنیو لیکلي، چې دغه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې له داعش سره د جدي مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر ایکس لیکلي چې دواړو لورو د بندیانو د تبادلې هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

په ایران کې د امنیتي اندېښنو زیاتوالي د دغه هېواد چارواکو پښې افغانستان ته را اوږدې کړي دي.

د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو د مرستیال او د ایران د بشري حقونو د مرکزي دفتر د سکرتر په مشرۍ یو ایرانی پلاوی د شنبې په ورځ کابل ته راغی.

ایراني رسنیو لیکلي، چې د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال غریب آبادي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د ترهګرو او داعش پر وړاندې د جدي مبارزې په اړه خبرې کړې دي او په دې کتنه کې د ګډې کمېټې پر جوړولو هم ټینګار شوی دی.

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې ایران د خپل امنیتي وضعیت له خرابېدو اندېښمن دی.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس لیکلي، چې د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال غریب آبادي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د بندیانو د تبادلې، د کډوالو او سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ته د رسېدنې په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «دوی له یو بل سره د همکاریو پر جزییاتو خبرې وکړې. ښاغلي متقي په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت د ارزونې په موخه، له سیاسي او قونسلي پلاوي وغوښتل چې په یاد هېواد کې د افغان بندیانو د ستونزو د هواري په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.»

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې تازه د ایران د اطلاعاتو وزارت د عارف پنجشیري په نوم د یوه افغان محمد عادل عارف ویډیو خپره کړې چې ویلي یې دي د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین په مناسبت پر مراسمو د برید له عاملینو دی او په تهران کې پټ دی.

د ایران د اطلاعاتو وزارت په وینا، عادل پنجشیری چې د داعش د خراسان څانګې غړی دی، د ۲۰۱۹ کال د نومبر په دویمه نېټه د کابل پوهنتون په برید کې په لاس لرلو او تښتولو تورن دی او د بګرام زندان ته لېږدول شوی وو. خو د حکومت له سقوط وروسته له دولتي زندان څخه وتښتېد.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس ضیا سراج هم وايي، چې عادل پنجشیری د کابل پوهنتون د برید طراح و او د اعدام سزا ورته صادره شوې وه، خو د بشري حقونو بنسټونو د تېر نظام تر سقوط پورې د عادل عارف د اعدام مخه نیولې وه.