افغانستان

د طالبانو مشر ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي شوي دي

د طالبانو مشر وايي، نور د ښځو د حقونو په نوم د ښځو د بې حجابۍ، بې عزتۍ او بې حیایۍ په لټه کې دي.

ملا هبت الله ته په منسوب یوه تازه غږ کې په کندهار کې یوې ناستې ته ټینکار شوی چې طالبان د ښځو د حقونو مدافعین دي او تر بل هر وخت ډېر د دوی په واکمنۍ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

خو د طالبانو مشر د ښځو د زنداني کولو، شکنجې، له زده کړو او کار د هغوی د محرومیت، ټولنیزو محدودیتونو او د ښځو له حقونو د لسګونو نورو سرغړونو په اړه د نړیوالو بنسټونو راپور ته اشاره نه کوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې ښځې په سختې نیوکې سره وایي چې د طالبانو د واکمنۍ په سیوري کې له خپلو لومړنیو حقونو هم محرومې دي او یو شمېر یې له ځپنې او ځورونې سره مخ دي.

د طالبانو مشر په افغانستان کې د ښځو حقونه یوازې د واده او میراث په برخو کې په خپلو فرمانونو کې ګوري او بس.

طالبانو په کندهار کې خپل مشر ته یو منسوب غږ خپور کړی، چې وایي د طالبانو رژیم د ښځو مدافع دی او نور د افغان ښځو د بې حجابۍ، بې عزتۍ او بې حیایۍ په لټه کې دي.

خو د طالبانو مشر د ښځو د زنداني کولو، شکنجې، له زده کړو او کار د هغوی د محرومیت، ټولنیزو محدودیتونو او د ښځو له حقونو د لسګونو نورو سرغړونو په اړه د نړیوالو بنسټونو راپور ته اشاره نه کوي.

د طالبانو مشر وايي: «علماوو ویل چې موږ له خدایه غوښتل په افغانستان کې داسې نظام راشي چې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو دفاع وکړي. نن خدای پاک هغه نظام راوستی چې د خلکو حقونه تامینوي، دا حقوق دي چې تاسې یې ورکوئ چې ښځه بې حیا کوئ، بې حجابه کوئ او بې عزته کوئ.»

د ښځو د حقونو فعاله کریمه اعظم وايي: «ښاغلیه! ته یې اورې که نه یا دې ځان پټ کړی؟ ایا هر څه په پټه وینې؟ هره ورځ په افغانستان کې له خپلو هغو لومړنیو حقونو چې خدای راکړي، محروم یوو.»

یوازې په روانه زیږدیزه میاشت کې طالبانو د دوی د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو په تور په لسګونه ښځې په کابل، دایکندي او ځینې نورو ولایتونو کې ونیولې. ځینو کورنیو او د ښځو د حقونو فعالانو ویلي دي چې دا نجونې د نیول کېدو په درشل کې شکنجه شوي هم دي. د ځینو په باور امنیتي حوزو ته د دې نجونو بیول خپله یوه لویه بې عزتي وه.

د ښځو د حقونو فعاله طاهره ناصري وايي: «ښځې د طالبانو له خوا په زوره په نکاح کېږي، تښتول کېږي، او موږ ولیدل چې تر ۳۰ یا ۴۰ زیاتې ښځې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.»

د ښځو د حقونو فعاله هدیه صاحبزاده وايي: «د کابل او نورو ولایتونو په ځینو برخو کې طالبان ښځو او نجونو ته لاسونه اچوي، په موټرونو کې یې د ناوړه حجاب د اغوستلو په پلمه اچوي او نامعلومو ځایونو ته وړي. طالبان هغوی ذهني او فزیکي شکنجه کوي.»

طالب مشر په خپلو خبرو کې زده کړه د انسان او حیوان د توپیر ټکی بولي، خو د ملایانو پر مذهبي زده کړو زیات ټینګار کوي او په افغانستان کې د سلګونو زرو ښځو او نجونو له زده کړې محرومیت ته نه ګوري.

امریکا هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو دغو ټولو بندیزونو ته غبرګون ښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وايي: «موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند غندو. موږ دوی لیدلي دي چې دوی د ښځو او نجونو او په ټولنه کې د دوی د رول په اړه واقعاً خواشینوونکې کړنې ترسره کوي. او موږ دا کار کړی دی – موږ به د ټولو مناسبو کړنو په ترسره کولو سره د دوی د دغه ډول کړنو د حساب ورکولو لپاره دوام ورکړو.»

د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف لږ تر لږه په دوو مسئلو روښانه شوی دی. د نجونو زده کړه او له نړۍ سره د اړیکو څرنګوالی؛ په دوی کې ځینې ورته نظر نه لري.

خو د طالبانو مشر په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، چې اختلافات د دوی بقا ختمولی شي. هغه وايي، د طالبانو د فرمانونو او پرېکړو منفي اړخونه او نيمګړتياوې بايد عامې نه شي.