افغانستان

د ایران او پاکستان ترمنځ کړکېچ: طالبانو له دغو دوو هېوادونو وغوښتل «له زغمه کار واخلي»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان بریدونه د اندېښنې وړ وبلل او له دواړو هېوادونو یې وغوښتل «له زغم څخه کار واخلي.»

دغه وزارت پر ایکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو زیاته کړه: «له کومه چې سیمه له تحمیلي جګړو او اوږدې بې‌ثباتۍ وروسته اوس د امنیت او ثبات ساه اخلي دواړه هېوادونه باید د سیمې د ثبات د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړي.»

طالبانو له ایران او پاکستان څخه غوښتي، د بحث وړ خبرې دې له دیپلوماتیکو لارو هوارې کړي.

ایراني چارواکو ویلي، چې پر ایران د پاکستان د پنجشنبې سهار په بریدونو کې لږترلږه ۹ تنه ووژل شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د دې هېواد رسنیو ته ویلي چې ۳ ښځې، ۴ ماشومان او ۳ نارینه چې بهرني وګړي دي پاکستان سره په پوله کې د دې هېواد یوه کلي کې اوسېدل، په دې برید کې مړه شوي دي. د هغه په وینا ټول وژل شوي پاکستانیان دي.

له بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پر سیستان و بلوچستان د پاکستان برید غندلی دی.

ښاغلي کنعاني ویلي، په دې تړاو د پاکستان دولت د وضاحت او د رسمي اعتراض د وړاندې کولو په موخه تهران کې د دې هېواد سفارت شارژدافیر اوس‌مهال د بهرنیو چارو په وزارت کې دی.