سویلي آسیا

پاکستان د ایران په خاوره کې پر ځینو هدفونو برید وکړ

د پاکستان پوځ د اړوند رسنۍ د راپور له مخې، د دې هېواد پوځ ادعا کړې چې د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کې یې د «ترهګرو» پر مرکزونو بریدونه کړي دي. په همدې حال کې ایراني رسنۍ هم د ایران د سیستان و بلوچستان په سراوان سیمه کې د چاودنې غږونو د اورېدو خبر ورکوي.

د پاکستان پوځ د ایران په سیستان و بلوچستان کې پر ځینو هدفونو برید تایید کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له دې برید مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ته په ټلیفوني اړیکه کې ویلي وو: «پاکستان حق لري د ایران توغندیز برید ته ځواب ورکړي.»

د ایران سپاه پاسداران تېره ورځ په پاکستان کې د جیش العدل پر دوو «مهمو» مرکزونو برید وکړ.

له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې زیاته کړه، چې دا برید د پاکستان له ملي واکمنۍ نه یوازې جدي سرغړونه ده؛ بلکې «د پاکستان او ایران ترمنځ د نړیوالو دوو اړخیزو اړیکو سرغړونه ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خپل ایراني سیال ته ویلي، چې ترهګري د سیمې لپاره «ګډ ګواښ» دی او باید په پوره همغږۍ کې ورسره مبارزه وشي؛ خو «یو اړخیز اقدام» په سیمه کې سوله او ثبات په جدي توګه کمزوری کوي.

هغه له امیر عبداللهیان څخه هم غوښتي، چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګریزو ډلو په اړه معلومات د دې هېواد په واک کې ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ځواب کې ټینګار کړی: «د پاکستان واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا په جدي ډول زموږ تر پاملرنې لاندې ده.»

سره له دې چې پاکستان وايي، د دې هېواد په خاوره کې د ایران د سپاه پاسداران په بریدونو کې پنځه ماشومان مړه او ټپيان شول؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «تېره ورځ د دې هېواد وسله‌وال ځواکونه د ترهګرۍ ضد عملیات، د جیش العدل پروړاندې چې ایران کې یې «جیش الظلم» بولي، وو او هېڅ یو پاکستانی وګړی نه دی په نښه شوی.»

له بل لوري د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون «چهارشنبه» د پاکستان پر خاوره د ایران له توغندیز برید څخه په «تلویحي» توګه ملاتړ وکړ او د ایران له دې اقدام څخه یې دفاع کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «تر کومه ځایه چې هند پورې اړه لري، موږ د ترهګرۍ پروړاندې د نه سازش وړ دریځ لرو. موږ هغه اقدامونه چې هېوادونه یې د ځان د دفاع لپاره کوي، درک کوو.»

خو اسلام‌اباد په خپله خاوره کې پر جیش العدل د ایران د توغندیز او بې‌پیلوټه برید په توند دیپلوماتیک غبرګون کې خپل سفیر تهران ته بللی او د ایران له سفیر څخه یې هم غوښتي چې اسلام‌اباد ته ستون نه شي.