افغانستان

د طالبانو مشر د پاکستان په وړاندې د ټي‌ټي‌پي پر تګلارې د بیا کتنې غوښتنه کړې

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د طالبانو مشر هبت الله آخوند زاده له مولانا فضل الرحمان سره په کتنه کې د پاکستان په وړاندې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) پر تګلارې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

اکسپرس تربیون د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې د طالبانو مشر د پاکستاني طالبانو له تحریک څخه غوښتي چې خپل بریدونه کم کړي او د پاکستان خلاف پر خپله تګلاره له سره غور وکړي خو ددغې ورځپاڼې په وینا، که څه هم مولانا فضل الرحمان ته د هبت الله آخوندزاده پیغام د پاکستان چارواکو تر څېړنې لاندې دی، اسلام آباد له ټي‌ټي‌پي سره د طالبانو له چلنده راضي نه ښکاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي: «کله مو چې په کابل کې چاي څښه، فکر مو ونه کړ چې زموږ په دې تصمیم سره پاکستان ته څه زیان رسېږي. موږ فکر ونه کړ هغه وسله چې امریکا یې د طالبانو خلاف کاروي، یوه ورځ به د پاکستان خلاف ترهګرو لاس ته ورشي.»

د اکسپرس تریببون په راپور کې راغلي چې د طالبانو مشر د اسلام آباد او ټي‌ټي‌پي ترمنځ خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې؛ له داسې ډلې سره خبرې چې پاکستان وايي، له افغانستانه د دغه هېواد خلاف بریدونه ترسره کوي او له دغې ډلې سره جوړجاړی نه لري.

اسلام آباد د ټي‌ټي‌پي بریدونو د مخنیوي ترڅنګ، له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني ضد ډلو مشران اسلام آباد ته وسپاري؛ خو طالبانو په دې اړه تیاری نه دی ښودلی.

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ارزونو له مخې خپلو راپورونو ته په اشارې سره ویلي، طالبان له ټي‌ټي‌پي سره نږدې اړیکې لري او دا ډله په افغانستان کې د نورو بهرنیو ډلو لپاره یو چوکاټ کېدای شي.

د پوهنتون استاد عبدالحمید محمودي وایي: «د ټي‌ټي‌پي په شان رادیکالو ډلو له پلوه د پاکستان اندېښنې موجودې دي، ځکه پاکستان اندېښنه لري چې دا ډلې په بالفعل او بالقوه توګه په راتلونکي کې پاکستان له ننګونو سره مخ کړي.»

که څه هم د پاکستان د جمعیت علما مشر افغانستان ته په سفر کې د ټي‌ټي‌پي مسلې د هواري په لټه کې و؛ خو په پاکستان کې د دې ډلې بریدونه نه دي کم شوي.

طالبانو په ځلونو ټینګار کړی چې نه پرېږدي افغانستان د بهرنیو هېوادونو خلاف عملیاتو لپاره وکارول شي. خو اسلام آباد ددې برعکس فکر کوي.