افغانستان

سرچینې: طالبانو خوست کې د یوې رسنۍ پر دفتر برید وکړ

په خوست کې سرچینې وايي چې طالبانو نن (سه‌شنبې د مرغومي ۲۶مه) د دوولسو بجو په شاوخوا کې په دې ولایت کې د «نن اف ام» راډیو پر دفتر برید وکړ او ددغې رسنۍ یو شمېر کارکوونکي یې «نیولي او ګواښلي» دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو «ددې دفتر وسایل او توکي بهر ته غورځولي دي.»

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې یې افغانستان کې د خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۶۸ پېښې ثبت کړې دي.

دغه بنسټ ویلي، ډېری دا پېښې چې وژنې، ټپي کېدل او ګواښل پکې شامل دي، د طالبانو له خوا ترسره شوې.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي، چې طالبانو په روان زېږدیز کال کې تر ۶۰ زیات خبریالان نیولي او همداراز د رسنیو د محدودولو لپاره یې ځینې کړنلارې وړاندې کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو وضعیت په اړه خپل کلني راپور خپور کړی دی.

د دې راپور له مخې، افغانستان کې رسنۍ او د بیان ازادي د طالبانو له خوا له ګڼو محدودیتونو سره مخ وه.

دغه مرکز ویلي، چې طالبانو په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د رسنیو لپاره ۱۴ لارښوونې صادرې کړې.