افغانستان

«باج اخیستل او دوکه ورکول» پر یو بل د امرالله صالح او میرویس عزیزي تورونه

د عزيزي بانک د خاوند میرویس عزیزي له خوا په راتلونکو پنځو کلونو کې د لس میلیارد ډالري پانګونې له اعلان وروسته، د افغانستان د مخکیني ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي چې عزیزي دې د لس میلیارد ډالري پانګونې مخکې د خلکو پیسې ورکړي.

هغه ښاغلی عزیزي په «غلا او دوکې ورکولو» تورن کړی دی.

میرویس عزیزي هم پر خپله فېسبوک پاڼه د ښاغلي صالح تورونو ته ځواب ورکړی او هغه یې له ځان سره د «شخصي دښمنۍ» په لرلو تورن کړی دی.

ښاغلي صالح پر خپله فیسبوک پانه لیکلي، هغه پلاوي چې د جمهوریت پرمهال د عزیزي بانک د ارزونې په موخه ګمارل شوي وو ادعا یې کړې وه چې بانک له پاشل کېدو او ځوړتیا سره مخ دی او د خپلو پورونو د مدیریت وس نه لري. د هغه په وینا په افغانستان کې د دغه بانک پانګونې «نیمګړې او زیانوونکې» دي.

امرالله صالح ټینګار کړی چې عزیزي بانک د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پرمهال هم له سقوط او ځوړتیا سره مخ و او د یوې ځانګړې کړۍ په لاسوهنې چې تطمیع شوي وو له سقوط او د کابل بانک په برخلیک له اخته کېدو وژغورل شو.

په دې وروستیو کې د (عزیزي) شرکتونو خاوند د هرات زلزله ځپلو لپاره د جوړو شویو کورونو د پرانیستو په مراسمو کې ویلي چې نوموړی به په نږدې راتلونکي کې د هېواد د برېښنا او ترانسپورت په برخو کې پانګونه وکړي. د هغه په وینا دا پانګونه به په راتلونکو پنځو کلونو کې اجرا شي چې په هغې کې به کابو سل زره تنو ته کار زمینه هم برابره شي.

له بلې خوا، امرالله صالح د ښاغلي عزیزي د پانګونې ادعا «د ګونګو ګټو په لاره کې بې بنسټه مافیايي تبلیغ» وباله او وې ویل چې دا پانګونه به هېڅکله اجرايي بڼه خپله نه کړي.

هغه وویل: «د دوحې د بدنامې دسیسې شریکان هڅه کوي چې به روان کال کې د افغانستان د منفي، ناوړه او له شرمه ډکو مسایلو د منعکسولو کچه کمه شي او د عزیزي اعلامیه په دې برخه کې د رواني جګړې یوه وسیله ده.»

ښاغلي صالح زیاته کړې ښاغلی عزیزي د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي د زلمي خلیلزاد شخصي او نږدې دوست دی او په تېرو وختونو کې په دې اړه هم ګونګوسې موجودې وې چې خلیلزاد د دې بانک یو ګټه اخیستونکی دی.

د نوموړي په وینا ښايي د جمهوریت سقوط د عزیزي بانک د بقا لامل شوی وي او هغه موکه پیدا کړه د خلکو د امانت لږترلږه شپږ سوه میلیون ډالره پيسو له ورکولو ډډه وکړي.

ښاغلي صالح ویلي چې غوره دا ده چې د لس میلیارده خیالي پانګونې له راوړلو مخکې د خلکو امانت ورکړي ترڅو په دې توګه پر یو شمېر خلکو ظلم او تېری کم شي.

«امرلله صالح له عزیزي بانک څخه د باج اخیستو په لټه کې و»

له بله پلوه، ښاغلی عزیزي ددغو څرګندونو په ردولو سره ویلي: «ښاغلي صالح د جمهوري حکومت د وروستیو کلونو کې چې هغه یې لومړی مرستیال و کیسه برعکس بیان کړې او پر ما او عزیزي بانک چې د دوکې ورکولو تور لګولی چې نه یوازې واقعیت نه لري بلکې دا له کینې ډک او د شخصي دښمنۍ له مخې دی.»

 میرویس عزیزي ددې غبرګون دوام کې ویلي: «ښاغلی صالح هغه مهال په ټول توان سره ډګر ته راغی او هڅه یې وکړه چې په دې برخه کې له عزیزي بانک څخه باج واخلي خو دا چې هڅې یې بې پایلې وې موضوع یې ښاغلي اشرف غني ته وسپارله.»

په عین حال کې امرالله صالح یو ځل بیا پر خپله ایکس پاڼه پر عزیزي بانک نیوکې کړې او هغه یې د بانک يه نوم یوه «صرافي» بللې ده. ښاغلي صالح همداراز ادعا کړې چې عزیزي پانک له ۲۲ کلونو راهیسې خلیلزاد ته کمېشن ورکاوه.

د امرالله صالح او میرویس عزیزي ترمنځ دا جنجال د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ترمنځ په تاوده بحث بدل شوی. تراوسه دواړو لوریو داسې اسناد نه دي وړاندې کړي چې پر یو بل لګول شوي تورونه ثابت کړي.