افغانستان

طالبان: د «واحد چین» سیاست ته ژمن یو

په افغانستان کې د طالبانو ادارې د «واحد چین» سیاست څخه د ملاتړ په اعلانولو خبرداری ورکړی چې د چین په کورنیو چارو کې هر ډول لاسوهنه به د سیمې ثبات ګډوډ کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ایکس په یوه لنډ متن کې ولیکل: «د افغانستان اسلامي امارت (طالبانو اداره) د چین په چارو کې لاسوهنه تحریک‌کوونکې او د سیمې د سولې او ټینکاو په زیان بولي او د واحد چین سیاست ته ژمن دي.»

دوه ورځې مخکې د ډیموکرات ترقي غوښتونکي ګوند استازي ویلیام لای چې د ټایوان خپلواکۍ ته لېوالتیا لري، د دې هېواد په تاریخي ټاکنو کې بریالی شو.

د چین دولت چې ټایوان د خپلې خاورې برخه بولي، په غوسې سره د ښاغلي لای د بري په وړاندې غبرګون ښودلی او د پایلو له اعلان وروسته یې ویلي: «ټایوان د چین یوه برخه ده.»

په افغانستان کې د طالبانو ادارې او چین دولت ترمنځ اړیکې نږدې دي او په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر او چین د سفیر ترمنځ په وروستۍ کتنه کې، دواړو لوریو د همکاریو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړې او طالبانو د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته د چین له ممتنع رایې رضایت څرګند کړی دی.

په ټایوان کې د ټاکنو پایلې بیجنګ په غوسه کړی چې د پایلو له اعلان وروسته یې وویل «ټایوان د چین یوه برخه ده.»