افغانستان

د نیمروز د والي دفتر په انګړ کې چاودنه؛ درې تنه ټپیان شول

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې نیمروز لپاره د دوی د والي د دفتر په انګړ کې د نن ورځې په ځانمرګي برید کې درې تنه ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه نن (یکشنبه د مرغومي پر ۲۴) له غرمې وروسته د هېواد شمال لوېدیځ نیمروز ولایت کې د طالبانو د والي د دفتر مخې ته وشوه.

په دې پېښه کې یوه ځانمرګي بریدګر نیمروز کې د طالبانو د والي دفتر په انګړ کې چاودنه وکړه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر ایکس لیکلي، چې «په چاودېدونکو توکو سمبال بریدګر» هدف ته له رسېدو مخکې د طالبانو د کسانو له خوا «وپېژندل او له منځه یوړل شو.»

د هغه په وینا، بریدګر غوښتل نیمروز کې د طالبانو د والي دفتر ته ننوځي، خو مخنیوی یې وشو.

دا په داسې حال کې چې په تېرو دوو اونیو کې افغانستان د کابو ۸ چاودنو شاهد و. له دې مخکې پنجشنبه (د مرغومي پر ۲۱) د کابل په لوېدیځ کې دوو چاودنو د لږترلږه ۶ تنو ژوند واخیست.