افغانستان

یو شمېر کابل ښاریان د «پاسپورت د وېش له بهیره» شکایت لري

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د پاسپورټونو د وېش د بهیر پر سستوالي نیوکه کوي او وايي، د عریضو له لارې د پاسپورټونو اخیستلو په برخه کې هېڅ نظم نشته.

دغه اوسېدونکي وايي، چې د بېکارۍ ډېرېدل، بېوزلي او له زده کړو د ښځو او نجونو بې برخې کېدل د دې لامل شوي، چې له هېواده د وتلو په فکر شي او د پاسپورټ ریاست ته ورشي.

له بلې خوا د هینلي پاسپورټ د ۲۰۲۴ کال په درجه بندۍ کې د افغانستان د پاسپورت ارزښت په وروستي ځای کې راغلی.

دلته خلک د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره سړې شپې تېروي. د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د پاسپورټ ترلاسه کولو ته يې لومړيتوب ورکړی او هڅه کوي، چې د بېوزلۍ او بېکارۍ له وېرې له هېواده ووځي.

دغه اوسېدونکي وايي، له مياشتو راهيسې د پاسپورټونو په تمه ناست دي، خو تر اوسه يې نه دي ترلاسه کړي.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې د نظم په نشتوالي نیوکه کوي.

د کابل اوسېدونکی جمشید وايي: «د پاسپورټ ترلاسه کول خورا ستونزمن دي. دیارلس یا څوارلس میاشتې کیږي چې نوم لیکنه مو کړې، تر اوسه زما نوبت نه دی راوتی. اوس آفلاین راوتلی. د آفلاین بڼه هم ډیره ستونزمنه ده. ډیره ګڼه ګوڼه ده.»

د کابل اوسیدونکی سمیر وايي: «حضوري مې هم عریضه کړې، خو دا چې ګڼه ګوڼه ډېره ده، د پاسپورټ ریاست مسوولینو ته وړاندیز کوو چې نظم رامنځته کړي.»

یو شمېر هېوادوال وايي، چې د ښځو او نجونو زده کړو او کاري محدودیتونو له امله غواړي له هېواده ووځي.

د کابل اوسیدونکی صمیم وايي: «په افغانستان کې زده کړې نشته، ځوانانو ته د زده کړې زمينه نه ده برابره، که څه هم په کور کې یې ډوډۍ او اوبه نشته، خو پاسپورټ اخلي چې له هېواده بهر ولاړ شي.»

د کابل اوسېدونکی مصطفی وايي: «که کار وي، درس وي، زده کړې وي، پوهنتونونه فعال وي، د نارینه او ښځو حقونه برابر وي، په ​​هېواد کې ښه راتلونکی لرلی شي، که نه نو له دې پرته ټول ناهیلې دي.»

له بلې خوا د افغانستان پاسپورټ په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ تر ټولو کم اعتباري پاسپورټ وپېژندل شو.

د هینلي د پاسپورټ څانګې په درجه بندۍ کې افغانستان له سوریې، عراق او پاکستان وروسته په اخري ځای کې راغلی، خو د فرانسې، جرمني او ایټالیا پاسپورتونه د نوملړ په سر کې راغلي.

خو له دې سره سره هم هېوادوال په میاشتو میاشتو له مرکز او ولایتونو څخه د پاسپورټونو په ترلاسه کولو نه بریالي کېږي.

د کابل اوسېدونکی احمد رشاد وايي: «اوس مهال د پاسپورټ د ترلاسه کولو بهیر ستونزمن شوی، په ځانګړې توګه د ځوانې طبقې لپاره، آن داسې کورنۍ شته چې د خوړو لپاره ډوډۍ نه لري، خو غواړي پاسپورت ترلاسه کړي او له افغانستانه ووځي. اوس مهال تاسو ګورئ چې د پاسپورت د ترلاسه کولو بهیر ډیر ستونزمن شوی.»

د ۲۰۲۳ کال د اپریل په لومړیو کې فارن پالیسي مجلې اعلان کړی وو چې په لیتوانیا کې درې میلیونه سپین افغان پاسپورتونه په ذخیره کې دي او افغانستان ته یې د استولو بهیر د اروپايي ټولنې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ روان دی.