افغانستان

د یوې نیول شوې نجلۍ خور وایي چې طالبانو یې خور د شپېته زره افغانیو په بدل کې خوشې کړه

د کابل په دشت برچي کې د طالبانو له خوا د یوې نیول شوې نجلۍ خور وايي، چې خور یې د طالبانو له خوا شکنجه شوې او سپکاوی یې شوی او طالبانو د ۶۰ زره افغانیو په ضمانت خوشې کړه.

وايي طالبانو يې خور دوه شپې او ورځې په زندان کې وساتله. تازه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست د ښځو او نجونو د نیولو په اړه د یوناما راپور یو اړخیز او له حقیقته لېرې بللی او ویلې یې دي چې یوناما باید خپل راپور له خپرېدو مخکې له دوی سره شریک کړي.

د طالبانو له خوا په ځانګړي توګه په کابل کې د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو له امله د ښځو او نجونو د نیولو بهیر له پیل سره هم مهاله د دغو ښځو او نجونو د نیولو او په بند کې د ساتلو څرنګوالی هغه مسله ده چې ډېرې کمې کورنۍ حاضرې شوي د خپلو لوڼو له خلاصون وروسته یې رسنیزه کړي.

تازه د دغو نجونو له ډلې څخه د یوې نجلۍ خور د هویت نه افشا کولو په شرط حاضره شوې چې د طالبانو په زندان کې د خپلې خور د وضعیت په اړه یو څه ووایي.

د طالبانو له خوا د نیول شوې نجلۍ خور وايي: «خور مې د کابل په یوه خصوصي روغتون کې د عملي کار دوره وه، د جنورۍ په اتمه کله یې چې کاري وخت پای ته ورسېد له یوې بلې همکارې سره یې له روغتونه بهر دواړه د طالبانو له خوا د «حجاب د نه رعایتولو» په پلمه د طالبانو له خوا ونیول شوې. وروسته د طالبانو له لوري له سپکاوي سره مخ او وځورول شول. د شپې تر اتو بجو زموږ کورنۍ ورپسې ګرځېده؛ خو د طالبانو یوې حوزې هم د دوی په اړه معلومات نه ورکول، بلاخره د شپې په اتو بجو او د طالبانو یوې حوزې ته له درې ځله ورتلو وروسته دوی وویل چې هو دلته دي؛ خو له «دوو ضمانتونو وروسته چې بډایه خلک وو»، د ملکیت سند او د «حجاب جریمې په نوم شپېته زره افغانیو» له ورکولو وروسته یې خوشې کړې.»

اوس پوښتنه دا ده چې طالبان څنګه حاضر شول چې د دې خور خوشې کړي؟

په دې وروستیو کې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس خبر ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست په کابل کې په يوه غونډه کې د ښځو او نجونو د نیولو په اړه د يوناما راپور «يو اړخیز او له واقعیته لېرې» وباله او ویې ویل چې یوناما باید خپل راپورونه له خپریدو مخکې له دوی سره شریک کړي.

د طالبانو سرپرست وزیر محمد خالد حنفي وايي: «یوناما باید د افغانستان په اړه د یو اړخیزه او ناسمو راپورونو له خپرولو ډډه وکړي او له طالبانو سره د یوې مشخصې موضوع په اړه له بحث وړاندې دې له خبرو ډډه وکړي، په هغه صورت کې چې یوناما دغه موضوع د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سره نه وي شریکه کړې، خپله هم باید قضاوت ونه کړي.»

په کابل کې د طالبانو له خوا د حجاب د نه مراعتولو له امله د ښځو او نجونو نیولو هم مهاله غبرګونونه راپارولي دي.

د راپورونو پر بنسټ، طالبانو د روان کال د مرغومي له يوولسمې راهيسې د خپلې خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو له امله د ښځو او نجونو نيول پيل کړي، تر اوسه معلومه نه ده، چې دوی څومره ښځې او نجونې نيولې دي، خو طالبانو تر دې مخکې د ښځو او نجونو نیول رد کړي وو او ویلي یې وو چې یو څو نجونې چې د طالبانو د ویاند په وینا “ماډلنګ” یې کاوه د څو ساعتونو لپاره نیول شوې وې.