افغانستان

له ایرانه ایستل شوي کډوال هېواد کې د کار له نشتوالي شکایت لري

Afghan nationals in Islam Qala border town, Herat province. File photo.

یو شمېر هغه افغانان چې د ایران د حکومت له خوا ایستل شوي دي، وايي چې په هېواد کې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

دغه ایستل شوي کسان وايي، له یوې خوا د ژمي موسم او له بلې د برخلیک نشتوالي او ناڅرګند راتلونکي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي چې ایران ته د تللو لپاره یې خپل هر څه خرڅ کړل او اوس نه مناسبه سرپناه لري او نه هم کافي خوراکي توکو ته لاسرسی لري.

سهیلا د بادغیس اوسېدونکې ده. نوموړې، چې د پنځو ماشومانو مور او د ۷ کسیزې کورنۍ سرپرسته ده، وايي، چې خپل هر څه يې خرڅ کړل او د خپلو ماشومانو لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ د برابرولو په موخه ايران ته ولاړه، خو له ډېرو کړاوونو وروسته اوس له ایرانه په جبري توګه ایستل شوې ده.

سهیلا وايي: «یو کال په ایران کې وو او وروسته بیا وایستل شوو او بېرته افغانستان ته راغلو. دلته هم د خوړلو لپاره څه نه لرو.»

د سهیلا په څېر، هره ورځ په سلګونو کډوال هېواد ته راستنېږي- هغه کسان چې د ایراني پولیسو د ناوړه چلند او شکنجې په اړه کیسې کوي او دلته په افغانستان کې د ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.

د بلخ ولایت اوسېدونکی سلیم وايي: «څلور کاله په ایران کې وم. کله چې غوښتل یې موږ وباسي، ډېره ووهلو؛ په ځانګړې توګه هغه کسان چې پیسې یې نه لرلې او د شپې هلته پاتې کېدل. له حوزې د ایستل کېدو پر مهال، له هر یوه څخه یې ۸۵۰ تومانه واخیستل او چا بانکي حساب کې پیسې لرلې، له حساب څخه یې ایستلې.»

د ننګرهار اوسېدونکی طارق وايي: «موږ یې د بلغارستان له پولې ونیولو او بېرته یې ایران ته راولېږلو. بیا د ایران پولیسو ونیولو او په ناوړه چلند او وهلو ټکولو یې افغانستان ته راولېږلو.»

تازه د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې بې اسناده کډوال به له دغه هېواده وایستل شي. د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې له دې ډلې دوه میلیونو یې په تېرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د کډوالۍ چارو کارپوه اصفه ستانکزۍ وايي: «د افغان کډوالو د جبري ایستلو زیاتوالي د دندو، ګرانۍ او عمومي خدماتو په برخو کې بېلابېلې اغېزې لري. اړتیا ده چې لوري د کډوالو د ملاتړ لپاره ګامونه پورته کړي.»

د طالبانو شمېرې ښيي چې د هغو کډوالو شمیر چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي یا ایستل شوي، د تیر کال په پرتله دوه برابره شوي دي. چې په دې ورځو کې په اوسط ډول له ۳۴۰۰ تر ۴۵۰۰ تنه هېواد ته راستنېږي.