افغانستان

مولانا فضل الرحمن کندهار کې د طالبانو له مشر سره وکتل

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د جمعیت علماي اسلام مشر مولانا فضل الرحمان، چې له یو شمېر دیني عالمانو سره له پاکستانه افغانستان ته راغلی، نن (چهارشنبې) یې د طالبانو له مشر هبت الله آخوندزاده سره کتلي دي.

د دې کتنې د جزییاتو په هکله تراوسه څه نه دي ویل شوي.

فضل الرحمان افغانستان ته د سفر پرمهال په کابل کې له یو شمېر طالب چارواکو سره هم کتلي دي.

دا ظاهراً دوهم بهرنی چارواکی دی چې په کندهار کې د طالبانو له مشر سره ګوري. له دې مخکې د قطر لومړي وزیر په کندهار کې له هبت الله آخوندزاده سره کتلي وو.