افغانستان

مولانا فضل الرحمن د طالبانو له مشر سره د لیدنې لپاره کندهار ته تللی

د طالبانو له منځه او په کابل کې د پاکستان په سفارت کې سرچینې آمو ته وایي چې د جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضل الرحمن کندهار ته تللی او په پام کې ده چې هلته د طالبانو له مشر سره وګوري. له بلې خوا د طالبانو ویاند آمو ته ویلي چې د طالبانو له مشر سره د مولانا فضل الرحمن د کتنې په اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې مولانا فضل الرحمن ویلي و، چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال به د طالبانو له مشر سره وګوري.

درې ورځې کېږي چې د جمعیت علمای پاکستان مشر افغانستان ته راغلی دی.

خو ظاهراً د پاکستاني علماوو دغه مشر د خپل سفر دوه ورځې په کندهار کې تېرې کړې دي.

د طالبانو له منځه یوې سرچینې او په کابل کې د پاکستان په سفارت کې یوې بلې سرچینې آمو ته تایید کړه چې دوه ورځې کیږي مولانا فضل رحمان کندهار ته تللی دی.

د يادو سرچينو په وینا، ټاکل شوې وه چې نوموړى نن سه شنبه کابل او بيا پاکستان ته ولاړ شي، خو د هغه راتګ ځنډول شوى او سبا به هم په کندهار کې پاتې شي.

دغه سرچینې زیاتوي چې د جمعیت علمای پاکستان مشر تر اوسه نه دی توانېدلی چې د طالبانو له مشر سره وګوري.

خو د سرچینو په وینا، د طالبانو د مشر دفتر له نوموړي سره د لیدو پخلی کړی او احتمال شته چې مولانا فضل الرحمن د سه شنبې یا چهارشنبې تر پایه د طالبانو له مشر سره وګوري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا آمو ته وویل چې تر اوسه د طالبانو له مشر سره د مولانا فضل الرحمن د لیدنې په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضل رحمان د یکشنبې په ورځ کابل ته راغلی.

نوموړي د خپل سفر په لومړۍ ورځ د طالبانو له رییس الوزرا، د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل.

یوه باخبره سرچینه چې په دې ناستو کې یې حضور درلود، آمو ته وایي چې ښاغلي فضل رحمان، افغان طالبانو ته ویلي چې «په پاکستان کې جهاد ناروا دی» او دا چې طالبان باید د ټي‌ټي‌پي په وړاندې د پاکستان له حکومت سره همکاري وکړي.

د دې سرچینې په وینا، طالبانو د تېر په څېر ټینګار کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ نه کوي او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.