افغانستان

محقق: طالبان د تلفانو د واقعي شمېر په پټولو داسې ښیي چې هزاره او شیعه وګړي خوندي دي

د افغانستان د وحدت ګوند مشر محمد محقق پر طالبانو په توندې نیوکې سره دوی د کابل د دشت برچي برید د تلفاتو په اړه د ناسمو شمېرو په وړاندې کولو تورن کړي او ویلي یې دي چې طالبان په دې کار سره هڅه کوي داسې وښيي چې قومي او مذهبي تبعیض نه لري او شیعه وګړي خوندي دي.

د روانې اونۍ د شنبې په ماښام د کابل په لوېدیځ کې چاودنه وشوه چې د شاهدانو په وینا په یوه کاسټر ډوله موټر کې چاودنه وشوه. دوی ویلي چې له چاودنې وروسته د ډزو غږ هم اورېدل شوی دی.

که څه هم طالبانو ددې چاودنې تلفات «دوه تنه مړه او ۱۴ ټپیان» اعلان کړل، په کابل کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي چې په دې برید کې ۲۵ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

ددغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې پرغاړه اخیستی دی.

ښاغلي محقق ویلي، خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د مړو او ټپیانو شمېر زیات دی.

د افغانستان د وحدت ګوند مشر لیکلي: «طالبان د تلفاتو د شمېر په کم ښودلو سره غواړي نړۍ ته ووایي چې د طالبانو د مخکینۍ ادعا له مخې موږ بشپړ امنیت په واک کې لرو او په لږو تلفاتو سره ځینې پېښې د ناامنۍ په معنی نه دی او یا دا چې کم اهمیته یې وښيي او د لږو تلفانو په ښودلو د پېښې عاملین په حدي توګه تعقیب نه کړي.»

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو دا کړنې د قربانیانو د «واقعي شمېر د پټولو یا کم ښودلو» لپاره هڅه ده.