افغانستان

سویس افغانستان کې د بشردوستانه مرستو خپل دفتر بیا پرانیزي

د سویس د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دا هېواد نیت لري د روان زېږدیز کال تر وړي پورې کابل کې د بشردوستانه مرستو خپل دفتر پرانیزي. دا دفتر به د سویس د بشردوستانه مرستو څلور واحد غړي ولري او ځايي کارکوونکي به هم وګوماري.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ليا زورچر «کیستون SDA» خبري اژانس په ځواب کې د سویس «Sonntagsblick» ورځپاڼې راپور ته په اشارې دا طرحې تایید کړې دي.

دغه وزارت همداراز ټینګار کړی، چې کابل کې حضور د وضعیت د لا ښه درک لپاره مرسته کوي؛ پر پروژې څارنه پیاوړې او د مرستو له برابروونکو سره د نږدې همغږۍ شونتیا رامنځته کوي.

سویس د هیله‌مندۍ په څرګندولو زیاتوي: «هیله‌من یو چې دا پرېکړه افغانستان کې له ملکي وګړو د اغېزناک ملاتړ لامل وګرځي.»

دغه وزارت جوته کړې، چې تر اوسه د خپلو قونسلي خدماتو دفتر د بیا پرانیستو نیت نه لري او هغه افغانان چې د سویس د ویزې په هڅه کې دي، کولای شي د پاکستان اسلام‌اباد کې د سویس سفارت ته ورشي.

کابل کې پېچلي امنیتي وضعیت ته په پام، د دغه دفتر د امنیتي تدابیرو په تړاو کره معلومات نه دي روښانه شوي؛ خو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرته له دې چې ځانګړي اطلاعات ورکړي، ټینګار یې کړی چې د ګواښونو د کمولو لپاره به بشپړ امنیتي اقدامونه ترسره شي.

په دې لړ کې د «Sonntagsblick» د راپور له مخې، ټاکل شوې نوی دفتر د کابل مخکینۍ «شنه سیمه» کې بېرته پرانیستل شي؛ هغه ځای چې یوه موده ډېری سفارتونو پکې فعالیت درلود.