افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه د پاسه زرو افغانانو ایستل

له پاکستانه د کډوالو د ایستلو په دوام، د طالبانو د کډوالو چارو وزارت شمېرې ښيي چې څه د پاسه زر تنه افغانان د یکشنبې په ورځ (د مرغومي په ۱۷) له پاکستانه وایستل شول.

دغه وزارت ویلي چې ۱۵۴ کورنۍ (۷۸۱) تنه د تورخم او ۴۶ کورنۍ (۲۲۹) تنه د سپین بولدک له لارو هېواد ته ستانه کړای شوي دي. ددغه وزارت په وینا، په ایستل شویو کسانو کې ۳۱ تنه هغه افغانان دي چې د پاکستان له زندانونو خوشي شوي دي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې ۹۰۳ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

ددغو رسنیو شمېرې ښيي چې په تېرو څه د پاسه دوو میاشتو کې ۴۶۱ زره او ۷۸۳ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

طالبانو ویلي چې په تېرو کابو درېیو میاشتو کې، لږترلږه ۸۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.