نړۍ

بلینکن په سیمه کې د «غزې جګړې» د مخنیوي په لټه کې

په غزې تړانګې د اسرائیلو د بریدونو له دوام سره هم مهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سفر لا هم دوام لري.

بلینکن د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي، غزې ته د لا ډېرو مرستو د لېږلو او د حماس او فلسطیني ډلو له منګولو څخه د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره هڅې کوي.

د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیله درې میاشتې تېریږي چې هره شېبه امکان لري، لمن یې تر سیمې ورسېږي، په ځانګړې توګه اوس چې د اسراییلو او حزب الله ډلې ترمنځ په سرحدي کرښو کې د ډزو تبادله ډېره شوې ده.

د اسراییلو لومړي وزیر حزب الله ته هم خبرداری ورکړی چې دوی به هم د حماس په برخلیک اخته شي. خو ټینګار یې کړی چې له حزب الله سره کړکېچ باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري وايي: «حزب الله، چې د حماس د مدافع رول ادا کوي، په شمال کې یې پر پوځي اډو ډزې وکړې. موږ هیڅ تلفات نه درلودل. هغه ډله چې ډزې یې کړې وې له منځه مو وېوړه او د مهمو پوځي اهدافو په ګډون مو په یو لړ هدفونو ډزې او بریدونه وکړل، موږ په شمال کې هم ډیر چمتووالی لرو.»

له بلې خوا، په سیمه کې د جګړې د پراخیدو د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له ترکي او یوناني چارواکو سره تر لیدنې وروسته اردن ته تللی دی.

د اردن پاچا عبدالله بلنکن ته په غزه کې د اسراییلو د دوامدارو بریدونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او له هغه یې وغوښتي چې د اوربند د ټینګېدو لپاره دې پر اسراییلو فشارونه زیات کړي.

په همدې حال کې د اسراییلو پوځ د غزې په تړانګه بریدونو ته دوام ورکړی.
اسراییلي کښتیو هم د غزې په سواحلو کې پر خلکو ډزې کړي.

خپور شوی عکس ښیي چې خلک د سرپناه موندلو لپاره په تېښته دي.

اسرائیلي پوځ په لوېدیځه غاړه کې د جینین په کمپ هم هوايي برید کړی چې په پایله کې یې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.

دغې ښځې په دې برید کې خپل څلور ماشومان له لاسه ورکړي.

د لویدیځې غاړې اوسېدونکې ابتسام عسوس وايي: «ما هیڅکله فکر نه کاوه چې دا ټول څلور به په یو وخت له لاسه ورکوم. ما فکر کاوه چې هزاع او رامي د وژل کیدو ډېر احتمال لري، خو علا او احمد هیڅکله نه؛ فکر مې نه کاوه چې ټول به په یو وخت کې شهیدان شي.»

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د حماس د له منځه وړلو او د اسراییلي یرغمل شویو بندیانو تر خلاصون پورې به د غزې په تړانګه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د دغه هیواد د پوځ ویاند ویلي چې تر اوسه یې د غزې په شمال کې د حماس اته زره جنګیالي وژلي دي.