افغانستان

داعش د دشت برچي د چاودنې مسوولیت پرغاړه واخیست

داعش ډلې د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د تېرې شپې د (د مرغومي ۱۶) د چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر وايي چې د کابل په لوېدیځ کې د تېر ماښام په برید کې لږترلږه ۲۵ تنه مړه او ټپیان شول. یوناما پر ایکس پاڼه پر ملکي وګړو د هدفي بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې دا چاودنه په مسافر وړونکي میني‌بس کې شوې چې له امله یې دوه تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شول.

دا د ۲۰۲۴ کال په پیل کې په افغانستان کې لومړۍ برید ګڼل کېږي.

له چاودنې څو ساعته وروسته، داعش په یوه اعلامیه کې وویل چې ددې ډلې غړو په یوه میني‌بس کې چې شیعه وګړي یې لېږدول چاودېدونکي توکي چاودولي دي.

په وروستیو کلونو کې، د داعش په نوم ترهګرې ډلې تل په دشت برچي کې چې د کابل ښار شعیه میشته سیمه ده پر ښوونځیو، ښوونیزو مرکزونو، روغتونونو او جوماتونو بریدونه کړي دي.

دوې میاشتې مخکې په دې ته ورته بل برید کې پر یوه مسافروړونکي میني‌بس کې چاودنه وشوه چې په پایله کې یې اوه تنه ووژل شول او شل نور ټپیان شول.

څلور میاشتې مخکې د (اکتوبر په ۲۶) هم داعش د دشت برچي پر یوه ورزشي کلپ برید وکړ چې له امله یې څلور تنه مړه اوه نور ټپیان شول.

له بلې خوا، د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د دسمبر په ۳۱مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د داعش بریدونه ۹۰ سلنه کم شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان یو ځل بیا په هېواد کې واکمن شول، ویل کېږي چې د اسلامي امارت په وړاندې په جدي سیالې ډلې بدله شوې ده. دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې په کابل او یو شمېر شمالي ولایتونو کې پر شیعه وګړو مرګوني بریدونه کړي دي.