سویلي آسیا

په بنګلادېش کې د سراسري ټاکنو ترسره کېدل

بنګلادېش له ۱۷۰ میلیونه وګړي لري او د رایو په شرایطو د برابرو وګړو شمېر ۱۲۰ میلیون تنو ته رسېږي چې ټاکل شوې نن په سراسري ټاکنو کې ګډون وکړي.

دې ته په پام سره چې ددغه هېواد د ملي پال اپوزیسیون اصلي ګوند انتخابات تحریم کړي؛ داسې ښکاري چې د دې هېواد د اوسنۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد په مشرۍ «عوامي لیګ» ایتلاف په دغو ټاکنو کې د بریالي کېدو چانس زیات دی.

د نوموړي هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالدې ضیا په مشرۍ د بنګلادېش ملي پال ګوند له شیخ حسینې واجد څخه غوښتي و چې استعفا وکړي او د سراسري ټاکنو مدیریت یوه موقت حکومت ته وسپاري؛ خو دا غوښتنه اوسنۍ لومړۍ وزیرې رده کړه او د اپوزیسیون ګوند له‌خوا د ټاکنو د تحریمولو لامل شول.

په هغه صورت کې چې د شیخ حسینې واجد په مشرۍ عوامي لیګ ایتلاف د بنګلادېش پارلمان اکثریت چوکۍ ترلاسه کړي، د څلورم پرلپسې او په ټول کې د پنځم ځل لپاره به په ټاکنو کې بریالی شی.