نړۍ

اسراییلو ته د جوزپ بورل خبرداری: په یوه سیمه‌ييزه نښته کې به هېڅوک ګټونکي نشي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل تېره ورځ لبنان ته په سفر کې ددغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د اسراییلو جګړې له امله سیمه ییزې نښتې ته ددغه هېواد د کاږلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

بوزل اسراییلو ته په خطاب کې ویلي: «په یوه سیمه‌ییزه نښته کې به هېڅوک بریالي نه شي.»

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول همداراز زیاته کړې: «موږ د آبي کرښې په ټوله سیمه کې د نښتو د زیاتېدونکو اندېښنو شاهدان یوو.»

دا په داسې حال کې دي چې د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د اسراییلو د شمال مرون ښار په شاوخوا کې د لبنان له لوري د ۴۰ توغنديو ویشتل په ګوته کړي دي.

د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړې له پیلېدو پوره درې میاشتې تېرېږي. په دغه جګړه کې په غزه کې ۲۲ زره او ۷۰۰ تنه او په اسراییلو کې یو زر او ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.