افغانستان

په ترکیه کې د ۲۴ افغانانو نیول کېدل

ترکي رسنیو رپوټ ورکړی، ۲۴ افغان کډوال چې غوښتل یې د ترکیې خاورې ته ننوځی، په ایغدیر سیمه کې د دغه هېواد د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د دغو رسنیو د رپوټونو له مخې، په دوی کې دوه تنه د «انسانانو د قاچاق» په تور نیول شوي دي.

له بلې خوا، په دې ښار کې د پولیسو قوماندانۍ اعلان کړی: «زموږ پولیسو هغه کسان چې د ایران له پولې په یوه موټر کې ځای پرځای شوي وو او غوښتل یې ترکیې ته داخل شي، نیولي چې په دوی کې دوه تنه د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوي دي.»

ویل کېږي چې نیول شوي کسان د قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته، د دې هېواد د بهرنیو وګړو مرکز ته لېږدول شوي دي.

ترکي رسنیو همدارنګه ویلي، چې په دې هېواد کې د ناقانوني کډوالو د ایستلو او د دوی له راننوتو د مخنیوي لپاره د ترکیې د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.