نړۍ

د ایران په کرمان کې د چاودنو د تلفاتو شمېر ۱۰۳ تنو ته ورسېد

ایرانیو رسنیو رپوټ ورکړی چې د قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین په مراسمو کې د نن ورځې د چاودنو د تلفاتو شمېر ۱۰۳ تنو ته رسېدلی دی.

ایرانیو رسنیو ویلي چې په دې پېښه کې ۱۴۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپورونو پربنسټ، په دغو مراسمو کې زرګونه تنو ګډون کړی و.

د ایران دولتي رسنیو نن چهارشنبې د (مرغومي ۱۳) خبر ورکړی چې په کرمان کې د قدس د سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین په مراسمو کې دوې پرلپسې چاودنې شوې دي.

سلیماني د سپاه پاسداران د قدس څانګې ځواکونو مشري پرغاړه لرله چې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ میاشت کې په عراق کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.

د نن ورځې پېښه د تهران په سویل ختیځ ۸۲۰ کیلومترۍ کرمان کې د نوموړي قبر ته نږدې شوې ده.

سلیماني چې د ایران د سیمه‌ييزې پوځي تګلارې په جوړولو کې د رول لرلو په اړه شهرت درلود، د ایران د مذهبي حکومت د ملاتړو له خوا د یوه ملي اتل په توګه پېژندل کېده.

په ۲۰۲۰ کال کې د هغه خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې لږترلږه ۵۶ تنه ووژل شول او څه د پاسه ۲۰۰ نور ټپیان شول.