سوداګري

پاکستان ته د ډبرو سکرو صادراتو له درېدو وروسته د سلګونه کارګرو وزګارېدل

د سمنګان ولايت د دره‌صوف د ډبرو سکرو کان مسوولين وايي، پاکستان ته د ډبرو سکرو صادراتو له بندېدو وروسته د دې کان سلګونه کارګر وزګار شوي دي.

د دره صوف د ډبرو سکرو کان مدير عزیزالرحمن مصلح وايي، د سمنګان د هر یو ټن ډبرو سکرو په پلور کې له ۱۱ زرو افغانيو ۵ زره افغانۍ کموالی راغلی دی.

دره‌صوف کان د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو یو مهم کان دی چې سلګونه کارګر پکې په کار بوخت دي خو د ډبرو سکرو پر صادراتو د طالبانو حکومت د ګمرکي لګښتونو له زیاتوالي سره یې پاکستان ته صادرات سخت کم شوي دي.

تېر زېږدیز کال د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ، چې د کال په لومړیو لسو میاشتو کې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادراتو له ګمرکي تعرفې لاسته راغلي عواید څه د پاسه ۱۲ میلیارد افغانۍ وو.

له همدې امله د دې کان د کیندلو کار د پام وړ کموالی موندلی دی او د پېر او پلور بازار یې هم کم شوی دی او ځینې کارګر په کم مزد سره په دې کان کې خپل کار ته دوام ورکړی دی.

ښاغلي مصلح وویل: «موټرونه ولاړ دي، د ډبرو سکاره نه صادرېږي او خلک بې روزګاره شوي. زه فکر کوم چې د پاکستان ناامنۍ د ډبرو سکرو پر پېر او پلور منفي اغېز کړی دی.»

کارګران څه وايي؟

د سمنګان او د دغه ولایت د ځينو ګاونډيو ولايتونو اوسيدونکي د خپلو کورنيو د لګښتونو پوره کولو لپاره د سمنګان ولايت د ځمکې لاندې زيرمو په کيندلو او استخراج بوخت وو.

دره‌صوف کان کې یو کارګر مراد علي وايي، پخوا به يې هره مياشت له ١٥ زرو تر ٢٠ زرو افغانيو معاش ترلاسه کاوه، خو د ډبرو سکرو د صادراتو له بندېدو سره يې معاشونه هم لس زره افغانيو ته راټيټ شوي دي.

د دې کان یو بل کارګر حلیم بیک وايي په کم مزد سره په سختو شرایطو کې کار کوي.

هغه وايي: «زه په دې کان کې کار کوم او د میاشتې تر دولس زره افغانۍ معاش اخلم، موږ دلته په غرونو کې اوسېږو، اوبه نشته، له ډېرو ستونزو سره مخ یو، ځکه کار نشته، باید په دې کم معاش کار وکړو.»

تر دې وړاندې د سمنګان او سرپل ولایتونو د ډبرو سکرو یوه لویه برخه د تورخم له لارې پاکستان ته صادرېده او پاکستان د خپلو صنعتي فابریکو د فعالیت لپاره د افغانستان له ډبرو سکرو کار اخیست، خو د طالبانو له خوا د افغانستان د ډبرو سکرو د بیې له لوړېدو وروسته پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات بند شول.