افغانستان

متقي: په تېر یو نیم کال کې په افغانستان کې د داعش مرکزونه له منځه وړل شوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ادعا کوي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په تېر یو نیم کال کې په افغانستان کې د داعش ټول مرکزونه له منځه تللي او د هغه په وینا په افغانستان کې هېڅ “جګړه ییزه پېښه” نشته.

تازه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ایران ته د ښاغلي متقي د وروستي سفر په اړه یوه وینا خپره کړې ده چې په کې یې دا ادعا هم کړې وه چې د دوی په وزیرانو، مرستیالانو او واليانو کې د افغانستان د هر قوم استازي ګډون لري.
له دې سره، د ښاغلي متقي د وینا او د افغانستان په اوسني وضعیت کې څومره توپیر شته؟

مشهد، ایران؛ د افغانستان- ایران د سوداګرو او سوداګرۍ خونې ګډه ناسته. هغه غونډه چې ایران ته د امیرخان متقي د تېرې اونۍ د سفر په دوام کې؛ پیل شوې وه؛ اوس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د امیرخان متقي وینا خپره کړې ده.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د درې میاشتنیو راپورونو ټولیزې شمېر ښيي چې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه د ٢٠٢٣ کال تر نومبر پورې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې ۴۰ بریدونه کړي او په ۶۵ پېښو کې د طالبانو مخالفینو له لوري چې د افغانستان د ازادۍ جبهې په ګډون د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ غورځنگ په افغانستان کې د طالبانو پر ضد بریدونه کړي دي، خو د امیرخان متقي په تازه خپره شوې وینا کې ظاهراً د داعش شتون، فعالیت او همدا راز د طالبانو ضد پوځي جبهې ردوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاتوي: «یو کلی، یو جریب، یو متر ځمکه د مخالفینو په لاس کې نه ده. په افغانستان کې موږ هېڅ ډول د جګړې پېښه نه لرو، هغه مرکزونه چې داعش په افغانستان کې درلودل او د پخواني دولت یا پخوانۍ ادارې په واک کې وو، ټول په یو او یو نیم کال کې له منځه ولاړل.»

له بلې خوا نړۍ په پرله پسې ډول ویلي چې طالبانو د یو ټوله ییز دولت په را منځته کولو کې بې اعتنایي کړې ده، او بل خوا په اوس مهال کې د طالبانو له خوا په جوړ شوي جوړښت کې د ښځو، د افغانستان د هزاره وګړو او اقلیتونو د استازیتوب لپاره کوم وزیر یا والي شتون نه لري. خو امیرخان متقي ادعا کوي چې د دوی کابینه ټول ګډونه ده او د افغانستان د هر قوم استازي د وزیر، مرستیال او والي په کچه شتون لري.

امیرخان متقي وايي: «موږ په حکومت کې (د طالبانو په جوړښت کې) له هر قوم څخه وزيران لرو، مرستیالان لرو، واليان لرو، له هر ولايت او هرې سيمې څخه.»

خو طالبان له دې کیسو سره چې د افغانستان له روان وضعیت سره توپیر لري د څه په لټه کې دي؟

د پوهنتون استاد اکمل بقا وايي: «طالبانو د واقعیتونو په پټولو غواړي افغانان، ګاونډي هېوادونه او په ټول کې نړۍ اغوا کړي او په دغو دروغ ویلو ځان ته رسمیت وروبخښي او پر خلکو خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي.»

ورته مهال یو شمېر طالب چارواکي په داسې حال کې د داعش له شتونه انکار کوي، چې په تېر یوه کال کې د ملګرو ملتونو په راپور کې د بلخ د والي داوود مزمل، په بدخشان کې د طالبانو د سرپرست والي نثار احمد احمدي او په بغلان کې د پخواني امنیه قوماندان صفي الله صمیم په ګډون درې پخواني او اوسني طالب چارواکي د داعش له خوا ووژل شول.