افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه د پاسه یو زر او ۹۰۰ افغان کډوالو ایستل

له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو په دوام، پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې یو زر او ۹۱۱ تنه افغانان تېره ورځ (د مرغومي لسمه) له دې هېواده ایستل شوي دي.

دا کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

له هغې یوه ورځ مخکې هم کابو یو زر او ۵۰۰ تنه افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د شمېرو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې ۴۴۵ زره او ۶۴۵ تنه افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي. طالبانو له پاکستانه د ایستلو شویو کډوالو شمېر ۸۰۰ زره تنه بللی دی.

له پاکستانه د افغان کډوالو دوامداره ایستلو د دوی د ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنې رامنځته کړې دي. ملګروملتونو ویلي چي دا وګړي د ژمي په رارسېدو سره د سرپناه له کمښت د کار او نورو امکاناتو له نشتوالي سره مخ دي.