افغانستان

۲۰۲۳ کال او په افغانستان کې امنیتي پېښې

۲۰۲۳ کال د افغانستان لپاره د امنیت په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. داعش هم د طالبانو لپاره یو جدي ګواښ و. اسلام اباد ادعا وکړه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خاوره د پاکستان د امنیت پر ضد کارول کېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو پرضد پوځي جبهې لکه د مقاومت جبهه، د افغانستان د ازادۍ جبهه او د افغانستان د ازادۍ غورځنګ د طالبانو پرضد په خپلو اقداماتو لاس پورې کړ، که څه هم د ملګرو ملتونو د تېرو درېیو میاشتو د راپور له مخې، سره له دې چې پر طالبانو د دغو جبهو له خوا د بریدونو ادعاوې زیاتې شوې، خو د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په دې وروستیو کې په افغانستان کې ریښتیني بریدونه کم شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال امنیتي ننګونې د داعش د خراسان څانګې له ګواښ سره تړلي وې؛ داعش یو جدي ګواښ و. سږ کال د داعش خراسان څانګې څو ملکي هدفونه په ترهګریزو بریدونو کې په نښه کړل.

په ۲۰۲۳ کال کې د داعش ځینې بریدونه:

–  د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو پر وزارت د داعش برید؛ د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۱۱
–  د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو پر وزارت د داعش برید؛ د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۷
–  د امام زمان پر جومات د داعش برید- بغلان؛ د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۱۳
–  د کابل په لوېدیځ کې د ملت پر ورزشي کلب د داعش برید؛ د ۲۰۲۳ کال ۲۶
–  د کابل په لوېدیځ کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د داعش برید؛ د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۹

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د بلخ لپاره د طالبانو والي داوود مزمل، د بدخشان لپاره د طالبانو مشر نثار احمد احمدي او د بغلان د پولیسو پخوانی قوماندان صفي الله صمیم د طالبانو په هغو چارواکو کې شامل دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د داعش له خوا په نښه او ووژل شول.

د ملګرو ملتونو راپور؛ پر طالبانو د داعش برید
– محمد داوود مزمل – د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۸
– نثار احمد احمدي- د ۲۰۲۳ کال د جون ۶
– صفي الله صمیم – د ۲۰۲۳ کال د جون ۸

د تېر دولت د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي: «زه د داعش او طالبانو له جلاوالي سره ډېر موافق نه یم. کله چې اړتیا وه، سپین بیرغ پورته شو او نن چې په حقیقت کې د افغان ولس د پرمختګ د مخنیوي لپاره د مدني حرکتونو د تخریب لپاره دوه ګونې لوبې ته اړتیا ده، اوس تور بیرغ پورته شوی دی.»

د ملګرو ملتونو سازمان د دغه بنسټ په ځانګړو راپورونو کې د افغانستان د وضعیت په اړه چې په هرو درېیو میاشتو کې خپرېږي؛ ۵۵۲۴ امنیتي پېښې هم ثبت شوې دي، چې په دغو راپورونو کې د ۲۰۲۲ کال د نومبر له ۱۴مې څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې؛ له دې ډلې ۴۰ یې د داعش بریدونه دي، چې درې یې داسې پېښې دي چې مسؤولیت یې چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د کابل اوسېدونکې وايي: «دا بریدونه به تر کومه ترسره کېږي، موږ له دې بریدونو څخه په تنګ شوي یو. هره ورځ یوه مور، یو پلار او یو زوی شهید کېږي. د افغانستان هزاره ګان تر ټولو زیات قربانیان دي.»

له بلې خوا د دغو راپورونو ټولې شمېرې ښيي، چې په دې موده کې ۲۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۲۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. په دغو ۶۵ پېښو کې د طالبانو پر ضد د افغانستان د ازادۍ جبهې، د مقاومت جبهې او د طالبانو پر ضد د افغانستان د ازادۍ غورځنګ بریدونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو د راپور یوه برخه؛ د نومبر ۱۴مه ، ۲۰۲۲- ۲۰۲۳ نومبر
د امنیتي ضد پېښو ټولې شمېرې- ۵۵۲۴
د مړو شمېر – ۲۱۴ کسان
د ټپيانو شمېر – ۵۲۵ کسان
د داعش د بریدونو شمېر – ۴۰ پېښې
د طالبانو د پوځي مخالفینو د بریدونو شمېر- ۶۵ پېښې

ملګرو ملتونو په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې د طالبانو پر ضد د پوځي جبهو له خوا د بریدونو د زیاتوالي د ادعاوو سربېره لیکلي؛ خو د راپور له مخې د اصلي بریدونو شمېر کم وو.

خو د افغانستان د ازادۍ جبهې د خبرپاڼې پر بنسټ پر خپل اېکس اکونټ؛ په ټولیز ډول د طالبانو پر وړاندې د دغې جبهې د ادعا شویو بریدونو شمېر ۷۴ پېښو ته رسېږي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه
یاسین ضیا، د پوځ پخوانی لوی درستیز؛ د جبهې مشر
د فعالیت پیل؛ د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۱
په ۲۰۲۳ کې د طالبانو په وړاندې د ادعا شویو بریدونو او ځوابي بریدونو شمېر؛ ۷۴ پېښې

همدا ډول د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې د ادعا شویو بریدونو شمېر نږدې ۵۷ ته رسېږي.

د افغانستان ملي مقاومت جبهه
احمد مسعود؛ د جبهې مشر
د فعالیت پیل؛ د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱
په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو په وړاندې د ادعا شویو بریدونو شمېر؛ ۵۷ شمېرې

د پوهنتون یوه استاد‎ وویل: «په لاره کې، کله چې تاسو له یو ښار څخه بل ښار ته ځئ، که څه هم څوک له تاسو سره کار نه لري، فزیکي امنیت دی، خو کله چې تاسو احساس کوئ چې ښايي په هر وخت کې چاودنه وشي، تلاشي ( پلټل) کېږئ. یا نورې ستونزې ، نو ستاسو ذهن نارام دی ، د کلمې په ریښتیني معنی کې امنیت نه دی رامینځته شوی.»

په دغه یو وروستي کال کې؛ د افغانستان د ازادۍ جبهې څخه اکمل امیر او بصیر اندرابي او د مقاومت د جبهې څخه قمرالدین اندرابي د طالبانو د پوځي مخالفینو له پېژندل شویو څېرو څخه وو چې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي. او دا نښتې او د دوی وژل کېدل د رسنیو سرلیکونه وو.

د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې تر منځ یوه له نښتو
د اپریل ۱۱، ۲۰۲۳؛ د پروان ولایت د سالنګ ولسوالی
اکمل امیر، عبدالبصیر اندرابي، قربان علي بامیاني، فهیم سالنګي،
عبدالصبور فاریابي، برهان الدین اندرابي او حسین سمنګاني ووژل شول.

د ملي مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ ځینې نښتې د قمرالدین اندرابي او د هغه تر لاس لاندې کسانو وژل کېدل- د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۵ مه

روح الله او د هغه دوه تر لاس لاندې کسانو وژل کېدل – د ۲۰۲۳ د مې په ۹مه

خو طالبانو په دې یوه کال کې په پرله پسې ډول ویلي چې د دوی پر وړاندې هیڅ پوځي جوړښت فعال نه دی او په بهر کې یې هم ویلي چې له افغانستانه نړۍ ته کوم ګواښ نشته. خو سږ کال اسلام اباد طالبان د پاکستان په ناامنه کولو تورن کړل.

پاکستان په ​​دغه هېواد کې د ناامنیو زیاتېدو او د تحریک طالبان پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکو ته په اشارې سره تور ولګاوه چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمالېږی.