سوداګري

کابل کې د ډبرو سکرو او لرګیو د بیو لوړېدل

یو شمېر کابل ښاریان وايي، چې د لرګیو او ډبرو سکرو په ګډون د سون توکو بیې چې تر ډېره د کورونو د ګرمولو لپاره کارول کېږي، د ژمي موسم په رارسېدو د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

د دغو اوسېدونکو په وینا په وروستیو درېیو میاشتو کې د هر خروار (۵۶۰ کیلوګرامه) لرګيو  په بیه کې درې زره افغانۍ زیاتوالی راغلی دی. دوی وايي چې د کورنیو اوسني اقتصادي وضعیت ته په پام، ډېری خلک د لرګیو او ډبرو سکرو د پېرلو وس نه لري.

د هټۍوالو د معلوماتو له مخې درې میاشتې مخکې د هر خروار لرګیو بیه له ۶ زره تر ۶ زره او ۶۰۰ افغانۍ وه، او اوس‌مهال ۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ ته رسېدلې.

کابل کې د ډبرو سکرو او لرګیو پلورونکی میرویس وايي: «هرو ۷ کیلوګرامه کې کابو ۲۰ افغانۍ توپیر راغلی دی. اوس د یو من لرګیو بیه ۱۲۰ افغانۍ ده.»

د سون توکو د پلورونکو په وینا، د ډبرو سکرو بیه د ژمي په رارسېدو سره لوړه شوې او د هر خروار (۵۶۰ کیلوګرامه) ډبرو سکرو بیه ۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ ده؛ داسې حال چې له ژمي مخکې یې بیه ۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ وه.

کابل ښاریان وايي، چې په کم عاید سره نه شي کولای د ژمي لپاره سون توکي وپېري.

د کابل اوسېدونکی فقیر محمد وايي: «خلک بېوزله دي او هوا ډېره سړه ده. زه اړمن یم. اته کسیزه کورنۍ لرم او د ډبرو سکرو او لرګیو د پېرلو وس نه لرم.»

د کابل اوسېدونکی نظرالله وايي: «کاروبار نشته. ما تر اوسه سون توکي نه دي چمتو کړي. کله چې کار هم کوی ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ ورځ کې عاید ترلاسه کوم، بسنه نه کوي.»

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر ترټولو تازه راپور ښيي، چې تر نیمايي زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه افغانستان کې اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د درې میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ وروسته، افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام نوې شمېرې ښيي چې اوس‌مهال ۸۵ سلنه افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې دي.