نړۍ

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې لږترلږه ۲۰۰ تنه ووژل شول

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د غزې تړانګې پر خان یونس د اسراییلو ځواکونو په بریدونو کې کابو ۲۰۰ تنه وژل شوي دي.

همداراز فلسطیني ډاکترانو او خبریالانو د غزې په مرکز کې پر نصیرات کېمپ د هوايي بریدونو خبر ورکړی دی.

اسراییلي ځواکونو پر خان یونس سیمې خپل بریدونه پراخ کړي او د غزې د لوی سویلي ښار پر لور د احتمالي پرمختګ لپاره تیاری نیسي.

د اسراییلو دفاع وزیر یواوګالانت ویلي چې د دوی ځواکونو د حماس د قوماندانۍ پر مرکزونو او وسلو پر زېرمتونونو بریدونه کړي دي.

دوولس اونۍ مخکې حماس ډلې پر اسراییلي ښارونو بریدونه وکړل چې له امله یې ۱۲۰۰ اسراییلیان مړه او ۲۴۰ تنه یې یرغمل ونیول. له هغې وروسته اسراییلو پر غزې پراخ بریدونه پیل کړل چې له امله یې لسګونه تنه مړه او ټپیان شوي دي.

ددغو نښتو له امله د غزې له کابو۲،۳ میلیونه وګړو ډېری یې له خپلو سیمو بېځایه شوي دي او په موقتو پنډغالیو کې یې پناه اخیستې ده.

غزه چې یوازې ۴۰ کیلومتره پراختیا لري، د نړۍ یوه ګڼ میشته سیمه ده.

د غزې روغتیايي مسوولینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د ۱۸۷ فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

پر غزې د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې کابو ۲۱ زره او ۵۰۷ تنه فلسطینیان وژل شوي او داسې وېره شته چې زرګونه تنه لا هم د ودانیو تر خاورو لاندې وي.