افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه د پاسه یو زر او ۲۰۰ افغان کډوالو ایستل

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې له دغه هېواده د بې اسناده کډوالو د ایستلو په دوام، یو زر او ۲۰۷ تنه افغان کډوال تېره ورځ (د مرغومي اتمه) له پاکستانه ایستل شوي دي.

دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

یوه ورځ مخکې هم یو زر او ۱۰۰ تنه افغانان له پاکستانه ایستل شوي وو.

د پاکستاني رسنیو د شمېرو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې ۴۵۳ زره او ۴۸۰ تنه افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې ډېری ستانه شوي کډوال د اوسېدو ځای نه لري او په ژمي کې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.