افغانستان

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو په اړه سلامشوره کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، انځور له ارشیف څخه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن (جمعه د مرغومي ۸) د «افغانستان خپلواکې ارزونې» د پرېکړه‌لیک د مسودې په اړه د رایې اخیستو لپاره ناسته ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا مسوده د جاپان او متحده عربي اماراتو له خوا وړاندې شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو په مشرۍ خپلواکه ارزونه د نومبر پر اتمه نېټه دغې شورا ته سپارل شوې وه.

ملګرو ملتونو ویلي، چې دا ارزونه د افغانستان په سیاسي، بشردوستانه او پراختیايي برخو کې د نړیوالو هڅو د هدایت لپاره د «تعامل» وړاندیز کوي.

په دې ارزونه کې څلور وړاندیزونه دي، چې بنسټیزو اړتیاوو ته رسېدنه او له افغانانو سره د منظم تعامل له لارې د ډاډ پیاوړي کول، د هغو مسایلو په اړه چې پر سیمه‌ییز او نړیوال ثبات او امنیت اغېزه لري د پاملرنې او همکارۍ زیاتوالی، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بشپړ یو ځای کېدو لپاره د سیاسي ګډون د لار نقشه او د ارزونې پر وړاندیزونو څارنه او د همغږۍ لپاره یې د تګلارو رامنځته کول، پکې شاملېږي.

د امنیت شورا د اعلامیې له مخې، د سینیرلي اوغلو اروزنه د وړاندیزونو پر پلي کېدو د څارنې لپاره له درېیو کړنلارو ملاتړ کوي، چې د غړو هېوادونو له ځانګړو استازو رامنځته شوی «د لویې ډلې قالب» چې مې میاشت کې یې دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په ناسته کې ګډون کړی و، له لویې ډلې سره د تماس لپاره یوه کوچنۍ ډله؛ او د نړیوالو ښکېلو لوریو او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماسۍ پرمخ بېولو او د افغانانو ترمنځ خبرواترو ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ځانګړي کول، پکې شامل دي.

په همدې حال کې د افغانستان د خپلواکې ارزونې په تړاو د پرېکړه‌لیک د مسودې په اړه مذاکرات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ له ننګونو ډک او جنجالي وو.

د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي، هغه سلامشورې چې د ډسمبر پر ۱۱ نېټه د جاپان او متحده عربي اماراتو له خوا پیل شوې، لومړنۍ مسوده یې د شورا غړو ته ولېږل شوه.