سوداګري

ازبکستان د آسیا او اروپا د نښلولو لپاره د لنډو لارو په لټه

د ازبکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال عمریُف وايي، چې دا هېواد د اروپايي ټولنې او سویلي آسیا ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد مودې د کمولو لپاره له کسپين ټرانس (TITR) نړیوالې لارې سره د نښلولو په لټه کې دی.

دا لاره چې په «منځني دهلېز» مشهوره ده، آسیا او اروپا سره نښلوي. منځنی دهلېز د ځمکمني ترانسپورټ لپاره یوه لاره ده چې د دودیزو سمندري لارو لپاره د یوه بدیل په توګه ګڼل کېږي. دا دهلېز له چین څخه پیلېږي او له ټولې مرکزي آسیا، کسپین سمندر، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې څخه تېرېږي او اروپا ته رسېږي.

عمریُف «ترنډ ازبکستان» خبري آژانس ته ویلي، چې دا دهلېز د دې له امله مهم دی چې د لېږد رالېږد بهیر د ښه کېدو، د توکو د لېږد بهیر د چټکتیا او د لګښتونو د کمېدو لامل ګرځي.

هغه وايي چې دا پرمختګ کولای شي سوداګري پیاوړې کړي او د ښکېلو هېوادونو پر اقتصاد هم مثبتې اغېزې ولري. په همدې حال کې، عمریُف د هغو هېوادونو ترمنځ چې په دې لاره کې راځي د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کوي.

له بل لوري، عمریُف د لېږد رالېږد د نویو دهلېزونو د پراختیا په برخو کې چې د شمال – سویل او لوېدیځ – ختیځ سترو سوداګریزو لارو د جبرانولو لپاره به وي، د ازبکستان هڅو ته هم اشاره لري.

د نوموړي په وینا، دا لار له پاکستانه تر بلاروس پورې د لېږد رالېږد په یوه دهلېز کې شامله ده چې له روسیې، ازبکستان او افغانستان څخه هم تېرېږي او د هند سمندر بندرونو ته هم د لاس‌رسي زمینه برابروي. هغه زیاته کړه چې دا لاره به د ځمکنۍ او د اورګاډي د لېږد رالېږد څخه رامنځته شوی جوړښت وي.

د دې راپور له مخې، د ازبکستان ترانزیټي توکي چې د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي، په ۲۰۲۲ کال کې ۶۰۰ زره ټنو ته رسېدلي وو. په همدې حال کې، د چین – اروپا له لارې د ترانزیټي توکو لېږد رالېږد له ۲۲۰ میلیون ټنو اوښتی چې ترټولو ډېره برخه یې د سمندر له لارې ترسره شوې ده.

د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر مرستیال همداراز پر نړیوالو بندرونو شته فشارونو ته په اشارې وویل، چې د سمندري ترانزیټ د بدیل په توګه ځمکنیو لارو ته د سمندري لېږد رالېږد د بدلون ظرفیت د ځمکنیو دهلېزونو د پرمختګ لامل کېږي.

د ۲۰۲۳ د نومبر پر لومړۍ نېټه، د روسیې، قزاقستان او ازبکستان د ترانسپورټ وزارتونو د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو د لېږد رالېږد په لومړنۍ عمومي ناسته کې د نوي دهلېز (بلاروس – پاکستان) د رامنځته کولو لپاره یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې دا لار به له افغانستانه هم تېرېږي.