سوداګري

«اېر عربیه» شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیلوي

اېر عربیه په شارجه کې یو هوايي شرکت دی او ټاکل شوې د مرغومي له شلمې (د جنورۍ لسمې) څخه د شارجه له نړیوال هوايي ډګره د کابل هوايي ډګر ته خپلې الوتنې پیل کړي.

د تراول رادار د راپور له مخې، د طالبانو د ترانسپورت وزارت اعلان کړی چې جزیره اېروېز د متحده عربي اماراتو یو ارزانه هوايي شرکت دی چې کابل ته د الوتنو د پیلولو لپاره د تیاري په حال کې دی.

فلای دوبۍ هم له ده کلن ځنډ وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې.

په اوسني وخت کې په افغانستان کې یوازې دوه آریانا او کام ایر هوايي شرکتونه خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

د جزیره اېرویز او اېر عربیه شرکتونو د الوتنو د پیلېدو په صورت کې، د کابل په هوايي ډګر کې د نړیوالو شرکتونو شمېر درېيو شرکتونو ته زیاتېږي. د مخکیني نظام له سقوط څخه مخکې، د کابل په هوايي ډګر کې شپږو هوايي شرکتونو فعالیت درلود.

د طالبانو د ترانسپورت وزارت ویاند امام الدین احمدي وویل: «اېر عربیه له کابله د خپلو الوتنو د پیلولو لپاره، تاییدي ترلاسه کړې او جزیره اېروېز شرکت هم له  افغانستانه د مستقیمو الوتنو لپاره د پلانونې په حال کې دی.»

افغانستان د کابل پر هوایي ډګر سربېره، د کندهار، هرات او مزارشریف نړیوال ډګرونه هم لري. د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې، د ایران ماهان اېر هوايي شرکت د مزارشریف په نړیوال هوايي ډګر کې فعالیت درلود.