افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه د پاسه یو زر او ۵۰۰ افغان کډوالو ایستل

د پاکستانيو رسنیو د خپرو شویو شمېر له مخې، له دغه هېواده د ناقانونه کډوالو د ایستلو په دوام د سه شنبې په ورځ د (مرغومي په پنځمه) یو زر او ۵۷۳ تنه افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

دغه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي چې په تېرو کابو دوو میاشتو کې ۴۴۹ زره او ۷۴۵ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د مرغومي د شپږمې پر افغانستان د پخواني شوروي ځواکونو د تېري د ورځې له امله جوړو شویو مراسمو کې وویل چې تراوسه ۸۰۰ زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه ایستل شوي دي.

د نوموړي په وینا، ددغو کډوالو «جبري ایستل» د «ټولو نړیوالو نورمونو خلاف» ترسره شوي دي.