افغانستان

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر: د هېواد وګړي افغانستان کې په ازاد ډول ژوند کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د هېواد وګړي په افغانستان کې ازاد ژوند کوي او هېڅوک له چا سره کار نه لري.

دغه طالب چارواکی په مشهد کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې په خپله وینا کې کډوال افغانستان ته په راتلو هڅوي او ټینګار کوي چې په افغانستان کې یوازې مجرمین نیول کېږي.

امیرخان متقي په دې باور دی چې اوس مهال په هېواد کې هېڅ سیاسي بندي نشته.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې، طالب چارواکو ایران ته ترټولو زیات سفرونه کړي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د اوبو او انرژۍ سرپرست عبداللطیف منصور او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په ګډون د طالبانو د کابینې لوړپوړو چارواکو ایران ته سفرونه کړي.

اوس امیر خان متقي بیا ایران ته تللی.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په خپلو تازو خبرو کې ادعا کړې چې د هېواد وګړي ازادي لري او په افغانستان کې هېڅ سیاسي بندي نشته.

امیرخان متقي وايي: «ټول کډوال، ټول افغانان، هر څوک چې راځي، هېڅ اندیښنه دې نه کوي، ان هغه جنرالان، واليان او وزیران چې زموږ پروړاندې په جګړه کې دریدلي وو، زموږ مجاهدین یې شهیدان کړي وو، بندیان شول، وبښل شول، ازاد ګرځي. موږ په ټول افغانستان کې هېڅ سیاسي بندي نه لرو.»

له بل لوري یو شمېر مدني فعالان وايي چې طالبان خپل مخالفین ځپي او ان هغه ښځې چې د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره لاریون کوي هم نیسي او بندي کوي.

مدني فعاله شفیقه رزمنده وايي: «طالبان په افغانستان کې د یوې ناقانونه ډلې په توګه، د هیوادوالو په وړاندې د یوې نامسوولې ډلې په توګه، د ښځو د کار او د ښځو د زده‌کړو په مخنیوي، په ټولیزه توګه په ټولنه کې د هغوی د شتون د مخنیوي په اړه ډېر فرمانونه صادر کړي او د حکومتولۍ او د افغانستان د خلکو پروړاندې هېڅ مسؤلیت نه لري.»

امیرخان متقي ایران کې افغانان خپل هېواد ته بېرته ستنېدو ته هڅوي.

دغه لوړپوړی طالب چارواکی په دې باور دی، چې هېواد کې قوم‌پالنه او سمت‌پالنه پایته رسېدلې ده.

نوموړی وايي: «په ټول افغانستان کې ګوند بازي، توکم‌پالنه او سمت‌پالنه ختمه شوې ده، افغانان یو، مسلمانان یو، له هیچا پوښتنه نه کېږي چې د کوم ځای یې، چیرته ځې، یوازې مجرم نیول کېږي، نور چې د افغانستان خلک هر چېرې هر کار کوي، ازاد ژوند لري.»

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي مخکینۍ استاده سهیلا عرفاني وايي: «د طالبانو د دې ادعا برعکس چې د افغانانو پروړاندې هیڅ ډول تبعیض نه شته، موږ وینو چې له بده‌مرغه د هرې ورځې په تېرېدو مخ په زیاتېدو دی او یو له دغو تعصباتو له فارسي ژبې سره دښمني ده او دا دښمني په حقیقت کې د حاکم رژیم تبعیض او توکم پالنه ښکاره کوي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له څلورو ورځو راهیسې په ایران کې دی او په خپلو وروستیو څرګندونو کې یې ویلي، له ایران سره د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو د زیاتولو هڅې کوي.