افغانستان

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان له نیمایي زیات وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري

Women waiting in a queue for aid in Jawzjan, Afghanistan. File photo.

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر په خپل نوي راپور کې اعلان کړی چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا ولري.

په راپور کې ټینګار شوی چې له اقتصادي فعالیتونو د ښځو بې برخې کولو د افغانستان ماتېدونکی اقتصاد له لا زیاتو ننګونو سره کړی دی. همداراز د راپور موندنې ښيي چې د طالبانو محدودوونکو سیاستونو مرستو او خدماتو ته یې د ښځو لاسرسی محدود کړی او پر ګډون کوونکو منفي اغېز لري.

په راپور کې همداراز زیاته شوې چې افغانستان د نښتو، بې وزلۍ، موسمي بدلون او په عمومي ژوندانه کې د ښځو د ګډون مخنیوي په شان ننګونو سره مخ دی.