افغانستان

ځايي خبریال روح‌الله سنګر له دوو ورځو وروسته د طالبانو له بند څخه خوشی شو

پروان ولایت کې د طلوع نیوز خبریال روح‌الله سنګر له دوو ورځو وروسته د طالبانو له بند څخه خوشی شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلی سنګر د یکشنبې په ورځ د پروان ولایت له مرکز چاریکار ښار څخه د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و.

طالبانو تر اوسه د هغه د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا، د تمدن ټلویزیون د خبریال عبدالرحیم محمدي او د رادیو نسیم د خبریال سلطان علي جوادي په نومونو لږترلږه دوه نور خبریالان هم د طالبانو په بند کې دي.

دغه بنسټ د طالبانو له زندانه د ټولو خبریالانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.