نړۍ

چین کې ۶.۲ رېښتره زلزلې د لږترلږه ۱۱۸ تنو ژوند واخیست

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د رېښتر په کچه ۶.۲ درجې زلزلې چې تېره شپه ناوخته یې د ګانسو او چینګهای غرنیز او لیرې پراته ولایتونه ولړزول، د لږترلږه ۱۱۸ تنو ژوند واخیست او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

دا زلزله ۲۳:۵۹ بجې شوې ده.

د دې رسنیو د راپور له مخې، زلزلې سړکونو او بېخ‌بنسټونو ته ډېر زیانونه اړولي دی او د ځمکې د ښویېدو لامل شوې او یو کلی یې تر یوه بریده تر خاورو لاندې کړی دی.

د چین په لوېدیځو ولایتونه لکه ګانسو کې د زلزلې احتمال زیات دی. د چین وروستۍ ترټولو ورانوونکې زلزله په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د رېښتر په کچه ۸ درجې سیچوان سیمه کې وه او نږدې ۷۰ زره تنه یې له منځه یوړل.

د چین د زلزلې سنجولو شبکې راپور ورکړی، چې د دې زلزلې مرکز د ګانسو ولایت په جیشیشان ولسوالۍ کې ۱۰ کيلومتره ژور او چینګهای ولایت سره د پولې په ۵ کیلومترۍ کې و.

ګانسو کې ولایتي چارواکو په یوه خبري ناسته کې سه شنبه سهار تر ۸ بجو پورې د ۱۰۵ تنو د مړینې او د ۳۹۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی، چې د ۱۶ تنو وضعیت یې نازک بلل شوی.

چینګهای کې د تلفاتو شمېر کابو ۱۳ تنه مړیو او ۱۸۲ ټپیانو ته رسېدلی دی.

د دغو چارواکو په وینا تر اوسه ۲۰ تنه بې‌درکه دي.

د ګانسو د اوروژنې ۲ زره او ۲۰۰ کارکوونکي، د ځنګل ساتنې ۹۰۰ ځواکونه او ۲۶۰ د بیړنۍ مرستې ځواکونه سیمې ته لېږل شوي دي.

سربېره پر دې، سلګونه پولیس او پوځیان د ژغورنې په هڅو کې ګډون لري.

ګانسو ولایت ۲۰ میلیونه یوان (۲.۸ میلیون ډالر) چټک غبرګون لپاره ځانګړي کړي او ۲ زره او ۶۰۰ خیمې، ۱ زره او ۴۰۰ تختونه، کمپلې او زر د ګاز منقلونه یې د پېښې ځای ته لېږلي دي.