افغانستان

په یوه ورځ له پاکستانه د څه د پاسه یو زر او ۶۰۰ افغانانو ایستل

د پاکستانیو رسنیو د شمېرو له مخې، تېره ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) یو زر او ۶۳۴ بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

دا کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستانیو رسنیو د شمېرو پر بنسټ، د کډوالو د ایستلو له پیل راهیسې، ۴۳۵ زره او ۱۵۲ تنه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره یې شل میلیون ډالره په پام کې نیولي دي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پیسې د افغانانو او د هېواد له هغو وګړو سره چې په ګاونډیو هېوادونو کې کډوال دي په پام کې نیول شوې دي.

استرالیا د کډوالۍ په نړیواله ناسته کې د ملګروملتونو د کډوالو له لوړې کمېشنرۍ سره د ۲۶۵ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی چې ډېرې دا پیسې د برما او بنګلادېش لپاره دي.

دا په داسې حال کې دي چې په تېرو دوو کلونو کې څه د پاسه یو نیم میلیون افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.