نړۍ

د اسراییلو پوځ: درې اسراییلي یرغمل شوي په تېروتنې سره ووژل شول

د اسراییلو پوځ وایي چې د دوی ځواکونو پر غزې د برید پرمهال یې درې هغه یرغمل شوي کسان چې د حماس په بند کې وو په «تېروتنې» سره وژلي دي.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري وایي چې دا درې تنه یرغمل شوي، د اسراییلي پوځیانو او حماس جنګیالیو ترمنځ نښتې پرمهال ووژل شول.

هاګاري د قربانیانو له کورنیو سره د همدردۍ په څرګندولو ویلي چې دا پېښه به په «رڼه توګه» وڅېړل شي.

د هغه په وینا دوه وژل شوي یوتم حییم او سامر الطالکا نومېدل. درېيم کس هم الون شمریز بلل شوی دی.

د اسراییلو د پوځ ویاند ویلي اسراییلي ځواکونو دا درې تنه په تېروتنې سره ګواښ ګڼلی و او وروسته یې پرې ډزې وکړې او ووژل شول.

دا په داسې حال کې دي چې د جمعې په ورځ اسراییلو اعلان وکړ چې د یوه سرتېري او یوه ملکي وګړي په ګډون د درېیو اسراییلي یرغمل شویو مړي یې هم په غزې تړانګه کې موندلي دي.