افغانستان

برلین کې د خبریالانو د سپوزیم ترسره کېدل

د «افغانستان د جلاوطنو رسنیو بیا رغونه، ننګونې، فرصتونه او د پرمختګ لاره» تر سرلیک لاندې د آلمان په برلین ښار کې د خبریالانو سمپوزیم جوړ شو.

ټاکل شوې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې، چې د «په جلاوطنۍ کې د خبریالانو لپاره د اروپایي صندوق» له خوا په لاره اچول شوې، د جلاوطنو افغان خبریالانو وضعیت او د هغوی د بیا راپورته کولو او پیاوړتیا لارې چارې وڅېړل شي.

په جلاوطنۍ کې د ژورنالیستانو لپاره د اروپایي صندوق اجرایوي مشرې پنه لوپه وینټرهاګر د غونډې د پرانیستې وینا کې وویل چې دغه سمپوزیم د «په جلاوطنۍ کې د افغان رسنیو بیا رغونې، ننګونو، فرصتونو او د پرمختګ لاره» تر سرلیک لاندې په لاره اچول شوی.

هغه وايي، په جلاوطنۍ کې د ژورنالستانو لپاره اروپايي صندوق ژمن دی چې په جلاوطنۍ کې رسنۍ په دوامداره توګه پیاوړي کړي. په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو لویه غونډه د همدې لپاره جوړه شوې ده.

د افغانستان څه باندې ۱۵۰ خبریالانو او د رسنیو فعالانو چې په اروپايي هېوادونو، کاناډا او امریکا کې مېشت دي؛ په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې به ګډونوال د جلاوطنه رسنیو د جوړولو او بیارغونې په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د رول او د ازادو خبریالانو پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې وکړي.