افغانستان

یوناما: طالبان د نړیوالو بشري حقونو پر وړاندې مسؤولیت لري

یوناما پر طالبانو غږ کړی چې د افغانستان د باثباته، سوله ییز او سوکاله راتلونکي لپاره دې د بشري حقونو مکلفیت د یو «بنسټ» په توګه ومني.

په هغه خبرپاڼه کې چې دغه سازمان نن (يکشنبه) خپره کړه، ويل شوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د «بشري حقونو د نړيوالې ورځې» په مناسبت ويلي چې طالبان د بشري حقونو پر وړاندې نړیوال مکلفیت او مسوولیت لري، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې.

روزا اوتنبایوا ویلي: «حاکم چارواکي د ټولو هغو کسانو پر وړاندې چې افغانستان کې ژوند کوي، قانوني مکلفیت او پراخ مسؤلیت لري. د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو د ودې او ملاتړ په برخه کې. د افغانستان د راتلونکي د سوکالۍ، یووالي او ثبات د تامین لپاره باید د بشري حقونو ساتنه وشي.»

یوناما همدارنګه ویلي چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نازک دی او طالبانو د «ښځو او نجونو په وړاندې په سیستماتیک ډول تبعیض» کولو سره دوی له ورځني او عامه ژوند ایستلي دي.

دغه سازمان همدارنګه زیاتوي چې اوس مهال د غیر قانوني وژنو، شکنجې او ناوړه چلند، فزیکي شکنجې، په خپلسري ډول نیولو او بندي کولو او د بندیانو له حقونو څخه د سرغړونې په څېر دوسیې مستند کوي.

په دې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي؛ هغه څوک چې له بشري حقونو د دفاع خبرې کوي؛ په ځانګړې توګه د «ښځو او نجونو د حقونو» په خپل سري توګه له نیولو، بندي کولو، ګواښلو او سانسور سره مخ کیږي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.