افغانستان

د بشري حقونو د څار سازمان: د طالبانو تعلیمي سیاستونه افغانستان کې د هلکانو ښوونځیو ته هم زیان رسوي

د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې د طالبانو تعلیمي سیاستونه به په افغانستان کې د هلکانو ښوونځیو ته هم زیان ورسوي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې طالبانو د هلکانو له ښوونځیو ټولې ښځینه ښوونکي شړلي دي، چې له امله یې هلکان زده کوونکي یا د بې کیفیته ښوونکو له خوا تدریس اخلي او یا هم له ښوونکو بې برخې دي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د ښځینه ښوونکو ګوښه کول او د نارینه زده کوونکو د فزیکي مجازاتو زیاتوالي د هلکانو ښوونیز نظام زیانمن کړی

په ۱۴ کلنۍ کې، د خپلې کورنۍ ګټیالی شو او وايي، واک ته د طالبانو له راتګ وروسته ډېرې کمې داسې ورځې راځي چې ښوونکي ټولګيو ته راشي او درس ورکړي.

اجمل زیاتوي، چې که څه هم د ورځې څو ساعته په ښوونځي کې و، خو یوازې یو یا دوه ساعته درس ورکول کېده.

هغه وايي، غوره يې و ګڼله چې په لسم ټولګي کې ښوونځی پرېږدي او په کراچۍ د توکو په خرڅولو لږ تر لږه د خپلې کورنۍ لګښتونه برابر کړي.

اوس د بشري حقونو د څار سازمان په خپل ۱۹ مخیز راپور کې د هلکانو د زده کړو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د طالبانو محدودیتونه به په افغانستان کې د هلکانو ښوونځي هم له ماتې سره مخ کړي.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي، چې هلکانو زده کوونکو ته د ښځینه ښوونکو له خوا د تدریس له ممنوعیت سره ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ شوي او ډېری هلکان زده کوونکي په ټولګیو کې له ښوونکو بې برخې پاتې دي.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د زده کوونکو والدینو ورته ته ویلي چې زامن یې په ښوونځي کې د نارینه ښوونکو له خوا له ناوړه چلند او وهلو ټکولو سره مخامخ شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان راپور ښيي چې طالبانو له ښوونځیو څخه د هنر، سپورت، انګلیسي ژبې او مدني ټولګي لېرې کړي دي.

د دغه سازمان په باور، له ښوونځیو د دې ټولګیو لرې کول د پوهنې کیفیت ټیټ کړی، چې د افغانستان د پوهنې سیستم یې سخت زیانمن کړی دی.

يو شمېر زده کوونکي وايي، چې د ښوونکو د نشتوالي له امله یې ډېرې ورځې درس نه دی ویلی او درسي ټولګي يې محدود شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور پر بنسټ، د طالبانو تعلیمي محدودیتونه په ښوونځیو کې د زده کوونکو تر منځ د وېرې د زیاتوالي لامل شوي، چې له امله یې هلکان زده کوونکي ښوونځیو ته نه ځي.

طالبانو تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.