نړۍ

په تانزانیا کې د سېلاب له امله د تلفاتو شمېر ۶۳ تنو ته ورسېد

د تانزانیا لومړي وزیر ویلي چې په دې هېواد کې د تلفاتو شمېر ۶۳ تنو ته زیات شوی دی.

د تانزانیا لومړي وزیر قاسم مجالیوا چې د دې پېښې د قربانیانو خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل چې تراوسه ۱۱۶ تنه نور ددغه سېلاب له امله ټپیان شوي دي.

مجالیوا وویل: «زه له خپلو تانزانیايي هېوادوالو غواړم چې له زغمه کار واخلي؛ په تېره بیا په سخت وخت کې. په داسې غمیزه کې چې څه د پاسه ۶۳ تانزانیايي وګړي مو له لاسه ورکړل.»

یو سېلاب ځپلی پترونیا وايي: «موږ په سخته توګه له سېلاب، خټو او خړو سره مخ شو، د پېښې ورځ مې په یاد ده د سهار کابو شپږ بجې وې چې د باران له اورېدو وروسته، سېلاب پیل شو؛ تر دې چې اوس یې زموږ پر ډېری کارونو اغېز کړی دی. موږ نور پلورنځی نه لرو او ډېری کورونه وران شوي؛ خو ډېری کورنیو هم خپل غړي له لاسه ورکړي دي.»

د سېلاب د یوه قرباني خپلوان موریس پائولو وايي: «موږ په خپل ژوند کې ګڼ زیانونه زغملي. ډېری خپلوان مو له مالونو سره یو ځای له لاسه ورکړي، د ورتلو لپاره ځای نه لرو، له دولت څخه غواړو چې په دې سخت وخت کې راسره مرسته وکړي.»

د «ال نینو» موسمي ښکارندې او د «هند سمندر دوه قطبي» آب و هوا چې د سمندر اوبو د غیرمعمولې تودوخې لامل کېږي، په کنیا، سومالیا، ایټوپيا او تانزانیا کې د ورښت له پیل وروسته یې سلګونه زره کسان بې‌ځایه کړي دي.

دا سېلاب له سختې وچکالۍ وروسته راغلی چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې په دې سیمه کې بې مخینې وه.

دا په داسې حال کې دي چې وچې خاورې لږ اوبه جذبوي او دا چاره د ناڅاپي سېلابونو د راتلو خطر زیاتوي.