سوداګري

اعلامیه: په وروستیو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان صادرات ۱.۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي

طالبان وايي چې د روان زېږدیز کال په وروستیو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان صادرات یو میلیارد او ۷۱۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د مرستیالۍ دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد صادرات تر ډېره تازه مېوې، غالۍ، زعفران، وچه مېوه، د ډبرو سکاره او بېلابېلې ترکارۍ جوړوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ۹۷ سلنه صادرات ایران، پاکستان، هند، تاجکستان، ازبکستان، متحده عربي اماراتو، عراق، سعودي عربستان، چین او قزاقستان ته لېږل شوي دي.

د شته معلوماتو له مخې، د افغانستان صادرات په ۲۰۲۱ کال کې له یو میلیارد او ۵ میلیون ډالرو په ۲۰۲۲ کال کې یو میلیارد او ۸۰۰ میلیون ډالرو ته زیات شوي دي.

د افغانستان صادرات له ۲۰۰۰ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۲۲ پورې په اوسط ډول، ۵۳۷.۵ میلیون ډالرو وو چې په ۲۰۲۲ کال کې ترټولو لوړې کچې (۱.۸۳۷ میلیارد ډالرو) او په ۲۰۰۲ کال کې ترټولو ټیټې کچې (۶۹.۱ میلیون ډالرو) رسېدلي دي.